په تیره یوه میاشت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې بیلابیل روغتیایي خدمتونه ترسره شوي دي

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۵:۵۸
خبرونه

افغاني سرې میاشتې په تېرو ۳۰ ورځو کې د خپل ګرځنده روغتیایي ټیم، ثابت کلینیک او فرعی کلینیک  پر مټ د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۵۵۷ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره کړي.

د یادو ناروغانو له جملې د ۴۰۶۳ تنه داخله ناروغانو معاینات او درملنه شوې، ۳۰۷ مېرمنو ته له زېږون وړاندې او وروسته معاینات ترسره شوي، ۷۰۴ مېرمنو او ماشومانو ته مختلف واکسینونه تطبیق شوي، د ۱۱۰ ټپیانو پانسمان شوی، ۲۰۲ مېرمنو ته د کورني تنظیم په اړه پوهاوی ورکړل شوی، ۸۹۹ خوارځواکو ماشومانو ته د ځانګړو خوراکي توکو د ورکړې ترڅنګ ۴۲۷۲ تنو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړل شوی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۶:۳۳
Background image

نورستان ولایت کې د ورښتونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

نورستان ولایت کې د ورښتونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۶:۳۱
Background image

فاریاب ولایت کې ٣٩٠ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې!

فاریاب ولایت کې ٣٩٠ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې!

 افغاني سرې میاشتې د تېرو ۳ میاشتو په اوږدو کې فاریاب ولایت کې د خپل ښوونیز مرکز له لارې ۳۹۰ هغو زده کوونکو ته، چې په شخصي. . .

BACK TO NEWS