ځوانان او رضاکاران

 

Youth & Volunteers

ځوانان او رضاکاران

د خپلې خوښې خدمتونه او رضاکاري، د سره صليب نړيوال غورځنګ او د ملي ټولنو د بنسټ رامنځته کول دي. د افغاني سرې مياشتې ټولنې رضاکاران د هیواد په بيلابيلو برخو کې روزل شوي دي او په وخت سره د زيانمنو ملتيا ته چمتو دي.         

د سپورټ او بدنې روزنې کميټه:

د سپورټ او بدنې روزنې کميټه د ځوانانو او رضاکارانو د رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي. ددې کميټې موخه د سپورټ له لارې د سرې مياشتې د بشرپالو اصولو او هويت پيژندنه ده.

د غړيتوب سيسټم

ددې سيسټم له لارې تردې دمه په زرګونو هيوادوالو د افغاني سرې مياشتې ټولنې د غړيتوب وياړ ترلاسه کړی او دا د ملي ټولنو د بشرپالو خدمتونو پياوړی ملاتړ بلل کيږي.