پیژندنه

ليدلوری:-

د افغاني سرې مياشتې ټولنه يو بشرپال، د ځان بسيا کيدنې په لور روان او د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ د اصلونو منونکی او په ټوله نړۍ کې ترټولو زيانمنو خلکو ته د بشرپالو خدمتونو وړاندې کوونکی سازمان دی

رسالت ( ماموريت):-

د ژوند ساتلو، روغتيا او انساني کرامت، په ځانګړي توګه د پيښو، وسله والو جګړو او نورو بيړنيو حالاتو کې، د پياوړې ټولنې په رامنځته کولو کې مرسته، د رضاکارانو، غړو او بيلابيلو کارکوونکو په ښه تنظيم او د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ په يوالي او يو موټی کولو، د صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ د بنسټيزو اصلونو په ځانګړي توګه ناپلوي، ناپييلتوب او خپلواکۍ په رعايت سره په بشرپالو هڅو کې د فعالې ونډې درلودل.

د سره صليب نړيوال غورځنګ  تيرليک

په ١٨٥٩ کال کې د فرانسې او ايټاليا د پوځيانو ترمنځ له يوې خوا او د اتريش له بلې خوا د سالفرينو په سيمه کې چې د ايټاليا شمال خوا ته پروت دی د درې لکه او شل زره پوځيانو ترمنځ ۱۶ ساعته سخته جګړه رامنځته شوه، چې په هغه کې ۴۰۰۰۰ پوځيان مړه او ټپيان شول. هانري دونانت، سويسي سوداګر چې د سوداګريزو چارو په موخه د پيښې له صحنې څخه تيريده له دغې خونړۍ پيښې سره مخامخ شو او ويې ليدل چې د جګړې ټپيان روغتيايي مراقبت ته د لاس رسۍ څخه پرته د شخړې په ډګر کې له يو بد وضعيت سره مخامخ دي. په پايله کې د ټپيانو د دردونکي حالت په ليدو سره يې انساني عاطفه راوپاريده او دا کار سبب شو، کوم ماموريت چې په مخ کې لرې هغه پريږدې او په خپله خوښه د جګړې د ټپيانو مرستې ته ورودانګي.

د ټپيانو د شمير ډير والی ددې لامل شوی و چې پوځي طبي کارکوونکو نشوای کولای د هغوی خواشينونکي حالت ته رسيدنه وکړي. د جګړې ټپيان په مرګوني او کړکيچن حالت کې و، هغوی به چې هر څوک وليدل په ډيرې زارۍ سره يې د مرستې غوښتنه کوله.

د هرې ګړۍ په تيريدو سره به د هغوی څو ته مړه شول. له هرې خوا به  زګيروی او بغارې تر غوږه کي کيدل. په پايله کې کله چې هانري دونانټ دغه بد حالت ويني احساسات يې راپاريږي او کومه دنده او ماموريت چې لري هغه پريږي.

دونانټ د ټپيانو د ساتنې او درملنې لپاره ملا وتړله او د سالفرينو د نږدې سميو اوسيدونکو څخه يې په دې انساني چارو کې د مرستې غوښتنه وکړه. هماغه و چې د لومړي ځل لپاره د جګړې د ټپيانه درملنې په موخه يې د رضاکارانو ټيم جوړ کړ. کومې پيسې يې چې د سوداګرۍ لپاره له ځان سره درلودې هغه يې د ټپيانو په درملنه ولګولې.

کله چې دونانت د ټپيانو له درملنې وزګار شو او بيرته سويس ته ستون شو پريکړه يې وکړه ترڅو د سالفرينو له جګړې څخه د ليدلي حالت په اړه ليکنه وکړي،هماغه ؤ چې په ١٣٦٢م کال کې يې د (سالفرينو يادون) تر عنوان لاندې يو کتاب وليکه، په دې کتاب کې د جګړې د دردونکو صحنو سربيره لاندې دوه کليدي وړانديزونه هم پکې وليکل:

لومړی وړانديز: آيا دا شونې نه ده چې د سولې په حالت کې د خپلې خوښې کارکوونکي وروزل شي او د جګړې په حالت کې د ټپيانو د درملنې لپاره ور ودانګي؟

دوهم وړانديز: داسې قوانين بايد رامنځته شي او د دولتونو لخوا تصويب شي چې په هغه د جګړې په ډګرونو کې د خپلې خوښې کارکوونکو خونديتوب تضمين کړي، په بل عبارت، ښکيل پوځيان بايدهغه د خپلې خوشې کارکوونکي چې د جګړې د ټپيانو په درملنه بوخت دي تر بريد لاندې ونه نيسي.

هانري ډونانټ دا کتاب د اروپايي هيوادونو ټولو مشرانو او مخورو شخصيتونو ته واستاوه. هغه معقوليت چې د هغه په وړانديزونو کې و د منلو وړ وګرځيد. په پايله کې هغه آند چې ده درلود په عامه ذهنيت يې اغيزه وکړه او هغه ته ورسيد، چې په پايله کې د هغه لومړی وړانديز د سره صليب او سرې مياشتې د ملي ټولنو د رامنځته کيدو لامل شو او د هغه دوهم وړانديز د جنيوا د لومړي قرارداد چې د جنيوا د ۱۹۴۹ کال د څلورګونو کنوانسيونونو او د ۱۹۷۷ کال د ضميموي پروتوکولونو(د جګړې قانون) د بنسټ د رامنځته کيدو لامل شو.

 له بلې خوا د (عامه هوساينې لپاره د جنيوا ټولنې)په نوم يوې کوچنۍ خيريه ټولنې له پخوا څخه د جنيوا په ښار کې فعاليت درلود، د هانري ډونانټ د آندونو د څيړنې او ارزونې په موخه يو پينځه کسيز کميسيون جوړ شو. دا کميسيون له ګوستاو مونيير، ګوليمي هنري دوفور، لويس آپيا، تئدور مونيور او خپله هانري ډونانټ څخه جوړ شوی و په ۱۸۶۳ کال کې د( د جګړې قربانيانو لپاره د مرستې کميټې)بنسټ کيښود چې وروسته د(سره صليب د نړيوالې کميټې په نوم)يا (آی سي آر سي) چې د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ يو له مرکبو څخه ده بدلون وکړ.

 وروسته د نوموړې کميټې بنسټ ايښودونکو پريکړه وکړه چې د هانري ډونانټ آندونو ته د عمل جامې ور واغوندي. هماغه و چې د هغوی په بلنه ۱۶ هيوادونو او څلورو بشرپالو بنسټونو خپل استازي نړيوال کنفرانس ته چې د ۱۸۶۳ کال د اکتوبر په ۲۶ مه د جنيوا په ښار کې جوړ شوی و واستوي.

په دې کنفرانس کې په سپينه ځمکه کې د سره صليب ځانګړی نښان چې د سويس هيواد د دولتي نښان معکوس شکل لري په رسمي توګه تصويب شو.

له بلې خوا د جګړې په ډګر کې له طبي خدمتونو څخه د ملاتړ او د سره صليب په رسميت پيژندلو او په نړيواله کچه د هغه د آرمانونو لپاره د سويس هيواد په ۱۸۶۴ کال په جنيوا ښار کې يو ډيپلوماټيک کنفرانس جوړ کړ. په دې کنفرانس کې د ۱۲ هيوادونو استازو ګډون وکړ او (د جګړې د ډګر د پوځي ټپيانو د وضعيت ښه والي لپاره د جنيوا د قرار داد) په نوم يې يو تړون تصويب کړ چې دا قانون د بشرپالنې د نړيوال قانون چې د جنيوا د ۱۹۴۹ کال د قرار داد او د جګړې قانون باندې معروف دی بنسټ وګرځيد.

 له هغه وخت څخه وروسته د نړۍ په نورو هيوادونو کې د سره صليب او سرې مياشتې د ملي ټولنو د رامنځته کيدو لړۍ پيل شوه. اوس مهال د نړۍ په ۱۹۱ هيوادونو کې د سره صليب او سرې مياشتې ۱۹۱ ملي ټولنې جوړښتونه رامنځته شوي دي چې د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ غړي شميرل کيږي. په ټوله کې د سره صليب او سرې مياشتې ملي ټولنې، د سره صليب نړيواله کميټه او د سره صليب او سرې مياشتې د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ تشکيلوي.

له بلې خوا، د لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د سره صليب نړيوالې کميټې د لارښود پلاوي د وړانديز پر بنسټ له فاتح هيوادونو څخه يوه کميټه جوړه شوه. ددې کميټې د سپارښتنې پر بنسټ په ۱۹۱۹ لمريز کال کې د (کان) په ښار کې د نړۍ نومياليو ډاکټرانو د يوې ناستې په لړ کې د سولې او جګړې په حالتونو کې د سره صليب د نړيوالې کميټې کړنلاره طرحه او تصويب کړه. دې کميټې د جګړې په حالتونو کې د جنيوا له لومړي کنوانسيون څخه نيولې تر وروستي کنوانسيون پورې د هغه ټولې پريکړې تايئدې کړې او د سره صليب د نړيوالې کميټې، د سره صليب او سرې مياشتې د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون او د سره صليب او سرې مياشتې ملي ټولنو قيموميت يې په لاندې ټکو کې ومنل:

۱-  د طبيعي پيښو لکه زلزله، سيلاو او اورلګيدنې زيانمنو ته مرسته.

۲-  د قحطۍ، بيوزلۍ او ساري ناروغيو زيانمنو ته مرسته.

۳-  د عامه روغتيا ساتنې په موخه د روغتيايي کارکوونکو ښوونه او روزنه او د ثابتو او ګرځنده روغتيايي ټيمونو رامنځته کول.

۴- د بشرپالو خدمتونو د ترسره کولو په موخه د ځوانانو او ماشومانو ښوونه او استخدام.

 

د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ اوه بنسټيز اصلونه

بشرپالنه:

د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ ،د جګړې د ډګر ټپيانو ته له تبعيض څخه پرته د مرستو د رسولو د هيلې په اساس رامنځته شوې. په خپل ملي او نړيوال ماموريت کې هڅه کوي ترڅو بشري رنځونه او دردونه په هرځاى کې چې وي مخنيوى او را کم کړي. موخه يې  د انسان  د ژوند،روغتيا او هغه ته د درناوي د تامينولو ملاتړ دى. دا غورځنګ د خلکو ترمنځ  متقابله پوهيدنه،دوستي،همکاري او تلپاتې سولې ته، پراختيا ورکوي.

ناپيلتون:

دا غورځنګ مليت،توکم،طبقه،دينې او مذهبي عقايدو او سياسي نظرياتو ته امتياز نه ورکوي او هڅه کوي ترڅو د خلکو درد او رنځ د هغوى د اړتياوو او بيړنيو مصيبتونو ته د لومړيتوب د ورکولو په پام کې ساتلو سره تسکين ورکوي.

ناپلوي:

د ټولو د باور د ترلاسه کولو او خوندي ساتلو لپاره،دا غورځنګ په شخړو کې د هيڅ يوه لوري پلوي نه کوي او په سياسي،توکميز،ديني او مذهبي او ايډيالوژيکو تاوتريخوالو کې خپل ځان نه ښکيلوي.

خپلواکي:

دا غورځنګ خپلواک دى. سره له دې چې ملي ټولنې په بشرپالو خدمتونو کې د خپلو حکومتونو مرستندوى او د خپلو متبوع هيوادونو د قوانينو تابع دي،تل بايد خپله خپلواکي وساتي.نو په دې اساس هغوى به وتوانيږي چې هر مهال د غورځنګ د اصولو سره سم عمل وکړي.

د خپلې خوښې خدمتونه:

سورصليب او سره مياشت يو د خپلې خوښې مرستندويه غورځنګ دى او له هيڅ کومې لارې څخه د ګټې په لټه کې نه دى.

يووالى:

په هر هيواد کې کولاى شي يواځې د سره صليب او سرې مياشتې  يوه ملي ټولنه شتون ولري. دا ټولنه بايد د ټولو پرمخ خلاصه وي،خپل بشرپال خدمتونه په ټول هيواد کې پر مخ يوسي.

نړيوالتوب:

د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ،چې په ټولو ټولنو کې د يوشان مقام لرونکي دي او يو بل سره په مرسته کې يوشان دندو او مکلفيتونو کې ونډه اخلي ،نړيوال دى.