کابل؛ د مالي او عوایدو مدیرانو ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۵۶
K

شنبه، ۳ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د بلخ، هرات، کندهار او کندز سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو ۳۰ تنو مالي او عوایدو مدیرانو ته د مالي محاسبې او مالي لارښود په اړه ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ورکشاپ په اختتامیه مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن د ادارې د موخو په ترلاسه کولو او د چارو په سم مدیریت کې د مالي برخې پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل، مالي برخه د هرې ادارې د ملا تیر بلل کېږي او د مالي چارو شفافیت او حساب ورکونه د ادارې د بریالي فعالیت لپاره مهم دي.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې له روزنې ترلاسه شوې پوهه او تجربې په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي او خپلې دندې په دقت، صداقت او مسؤولیت ترسره کړي.

په دې ۱۵ ورځني ورکشاپ کې د مالي مدیریت د پیاوړتیا، حساب ورکونې او د مالي لارښود د اغېزمن تطبیق په اړه روزنه او معلومات وړاندې شول.

افغاني سره میاشت د خپلو مالي او اداري چارو د لا ښه مدیریت، شفافیت او حساب ورکونې د پیاوړتیا لپاره د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو ته دوام ورکوي، څو مالي چارې په منظم او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۲:۲۳
Background image

پنجشېر؛ د غر ښویېدنې له امله له ۲ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۳ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي کې د غر ښویېدنې له امله له دوو زیانمنو کورنیو سره ۳۲ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۶
Background image

بادغیس کې ۷۵ تنه د ولايتي مجامعو د نويو غړو په توګه وټاکل شول

شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بادغیس ولایت کې د ولایتي مجامعو د نويو غړو د ټاکلو ۱۸ ورځنی بهیر بشپړ شو.

د دغه بهیر په ترڅ کې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل؛ د مالي او عوایدو مدیرانو ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۳ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د بلخ، هرات، کندهار او کندز سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو ۳۰ تنو مالي او. . .

BACK TO NEWS