بادغیس کې ۷۵ تنه د ولايتي مجامعو د نويو غړو په توګه وټاکل شول
شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري په بادغیس ولایت کې د ولایتي مجامعو د نويو غړو د ټاکلو ۱۸ ورځنی بهیر بشپړ شو.
د دغه بهیر په ترڅ کې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو او ۶ ښاري ناحیو کې د غړو د ټاکلو غونډې جوړې شوې، چې له هرې ولسوالۍ او ښاري ناحیې څخه پنځه پنځه تنه چې په ټوله کې ۷۵ تنه کېږي، د مجامعو د غړو په توګه وټاکل شول.
د ولایتي مجامعو د غړو د ټاکلو په بهیر کې ددې ریاست د استازو له لوري له سیمه ییزو مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ناستې ترسره شوې او د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو، کاري مسؤولیتونو، اووه ګونو بنسټیزو اصولو او د ولایتي مجامعو د دندو او کاري ساحو په اړه معلومات ورکړل شول.
ټاکل شوي غړي به د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکو او همغږۍ په پیاوړتیا، د خلکو د ستونزو او اړتیاوو په انعکاس، د بشري فعالیتونو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو او په بېړنیو حالاتو کې د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د همغږۍ په برخه کې خپلې چارې مخته وړي.
افغاني سره میاشت د ولایتي مجامعو د غړو د ټاکلو له لارې د خلکو د ګډون، د هغوی د اړتیاوو د انعکاس او له ټولنې سره د اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابروي، څو بشري خدمتونه د خلکو د اړتیاوو له مخې په اغېزمن ډول وړاندې شي.
