بادغیس کې ۷۵ تنه د ولايتي مجامعو د نويو غړو په توګه وټاکل شول

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۶
K

شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بادغیس ولایت کې د ولایتي مجامعو د نويو غړو د ټاکلو ۱۸ ورځنی بهیر بشپړ شو.

د دغه بهیر په ترڅ کې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو او ۶ ښاري ناحیو کې د غړو د ټاکلو غونډې جوړې شوې، چې له هرې ولسوالۍ او ښاري ناحیې څخه پنځه پنځه تنه چې په ټوله کې ۷۵ تنه کېږي، د مجامعو د غړو په توګه وټاکل شول.

د ولایتي مجامعو د غړو د ټاکلو په بهیر کې ددې ریاست د استازو له لوري له سیمه ‌ییزو مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ناستې ترسره شوې او د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو، کاري مسؤولیتونو، اووه ګونو بنسټیزو اصولو او د ولایتي مجامعو د دندو او کاري ساحو په اړه معلومات ورکړل شول.

ټاکل شوي غړي به د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکو او همغږۍ په پیاوړتیا، د خلکو د ستونزو او اړتیاوو په انعکاس، د بشري فعالیتونو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو او په بېړنیو حالاتو کې د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د همغږۍ په برخه کې خپلې چارې مخته وړي.

افغاني سره میاشت د ولایتي مجامعو د غړو د ټاکلو له لارې د خلکو د ګډون، د هغوی د اړتیاوو د انعکاس او له ټولنې سره د اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابروي، څو بشري خدمتونه د خلکو د اړتیاوو له مخې په اغېزمن ډول وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل؛ له ۱۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه

یکشنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو له ۱۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

په دې مرسته کې هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۴۹
Background image

هلمند؛ د ولایتي مجامعو ۱۳۰ نوي غړي ثبت شول

یکشنبه، ۴ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ۱۸ ولسوالیو او ۸ ښاري ناحیو کې د ولایتي مجامعو ۱۳۰ نوي غړي ثبت شول. دا غړي به د خپلو سیمو د خلکو او افغاني سرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۷:۲۲
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

یکشنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۶۲۱۷ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS