د اقتصادي پیاوړتیا پر لور؛ ننګرهار کې ۱۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته معیشتي مرستې ورکړل شوې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۹:۲۰
N

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ ۱۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌ بسیاینې په موخه معیشتي مرستې ورکړل شوې.

دغه مرستې، چې د ډنمارک سره صلیب په ملاتړ چمتو شوې وې، له مخې یې ۹۹ کورنیو ته هرې کورنۍ ته درې ـ درې حامله وزې، اړوند واکسینونه او درمل وسپارل شول او يوې هغې کورنۍ ته، چې د خیاطۍ په برخه کې یې تجربه لرله، د خیاطۍ وسایل ورکړل شول.

تمه ده، چې یادې کورنۍ به د دغو مرستو له لارې وکولای شي په راتلونکي کې دوامدار عايد ترلاسه کړي او خپل اقتصادي وضعیت تر یوې اندازې ښه کړي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د معیشتي او اقتصادي پروګرامونو له لارې د دوامدار عاید او ځان‌ بسیاینې زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۹:۲۰
Background image

د اقتصادي پیاوړتیا پر لور؛ ننګرهار کې ۱۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته معیشتي مرستې ورکړل شوې

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ ۱۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌ بسیاینې په موخه معیشتي مرستې ورکړل شوې.

دغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۹:۱۴
Background image

بدخشان؛ ۵۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړني غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د درۀ خستک سیمې په بېلابېلو کلیو کې ۵۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړني غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۱:۳۶
Background image

بلخ؛ د ازبکستان ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

په بلخ ولایت کې د ازبکستان له لوري د خوراکي توکو ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.

دغه مرسته په داسې حال کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي. . .

BACK TO NEWS