زمونږ کیسه

افغاني سره میاشت د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سرو صلیبونو او سرو میاشتو د نړیوال فدراسیو، ورته ملي ټولنو، د ملي ټولنې د ملکیتونو د عوایدو، خیرپاله هېوادوالو، سوداګرو او حاجیانو د مرستو له لارې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ له اصولو سره سم د طبيعي او غیر طبیعي پېښو زیانمنو ته د هېواد په ټولو سیمو کې بشرپال خدمات وړاندې کوي.
دې خيريه ملي ټولنې د مرکزي روغتون، بنسټيزو کلینیکونو او ګرځنده روغتيايي ټیمونو په مټ د هېواد په هغو سیمو کې، چې وګړي یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، د وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کولو سربېره په پنځه مرستونونو کې سلګونه بې سرپرسته کورنیو ته د ژوند ټولې اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.
همدا ډول افغاني سره میاشت د هېواد په ټولو برخو کې پېښځپلو ته پر وخت د خدماتو رسولو په موخه روزل شوي رضاکاران هم لري او دې خیریه ملي ټولنه کې د رضاکارانو او غړو جلب او جذب یو مهم اصل ګڼل کېږي.