د غړیتوب سیستم

د غړیتوب سیستم

د ملی ټولنی د اساسنامی پر بنسټ، د غړیتوب سیستم په ملی ټولنه کی تاریخی لرغونتیا لری، خو د ځینی ستونزو له امله د یوی مودی لپاره د فعالیت نه لویدلی وه. دا چی دی سیستم ته اړتیا وه نو ځکه په کال ۱۳۷۸ لمریز (۱۹۹۹م) کی د نړیوال فدراسیون د انکشافی برخی په مرسته د یو عملی پلان په درلودو سره یی لومړنی فعالیتونه په ځینو ولایتونو کی پیل کړل چی مثبتی پایلی یی لرلی. دی پایلو ته په کتو سره داسیستم په کال ۱۳۸۵ لمریز کی ټول هیواد ته وغزول شو او د هیواد د ټولو ولایتونو په نمایند ګیو کی ورته په رسمی ډول ځای ورکړل شو. ددی سیستم د پیل نه تر اوسه ۱۱۷۳۴ کسه  پدی سیستم کی غړیتوب لری چی د سنجول شوو اصولو د مخی په میاشت کی لس افغانی د غړیتوب حق ورکوی او یو ځلی د شمول د حق تر نامه لاندی شل افغانی د خپلی ډلی خزانه دار ته ورکوی. هره ډله د شلو نه تر دیرشو پوری کسان لری چی رییس او خزانه دار یی د خپل مینځ نه غوره کیږی.

کومی پیسی چی ددی ډلو په کچه راغونډیږی د سری میاشتی د نمایندګیو د چارواکو سره په سلا، د مصیبت ځپلو او کورنیو بیځایه شوو او راستنیدونکو مهاجرینو سره د مرستی په موخه لګول کیږی. ددی نه وړاندی چی  راټولی شوی پیسی د سری میاشتی بانکی حساب ته ولیږدول شی، دا ډلی کولای شی چی د ضرورت په صورت کی دا پیسی په یوه خصوصی بانکی حساب کی وساتی.

د غړیتوب سیستم دوه مهمی موخی لری چی د پیښو په صورت کی د کړاو د کچی راټیټول د ی او د ټاکنو د لاری د ملی ټولنی د رییس غوره کول  دی. هر غړی دا حق لری چی ددی تر څنګ چی ځان د خپلی ډلی د ریاست او خزانه داری د پاره نوماند کړی،  د غورځنګ د اصولو او لازمو شرطونو په پوره کولو سره ځان د سری میاشتی د ریاست د کرسی د پاره هم نوماند کړی. د ملی ټولنی د اساسنامی د مخی، د سری میاشتی د رییس ټاکنه د ولسی جرګی د خوا د ملی ټولنی د اساسنامی سره په ټکر کی ده. سره میاشت د خپلو اصولو د مخی د خپلو فعالیتونو په اړه خپلواکه ده او رییس یی د ټولنی د غړو لخوا ټا کل کیږی، چی دی ټکی ته په کتو سره  د غړیتوب سیستم د سری میاشتی لپاره د ډیر اهمیت در لودنکی دی.

د غړو د جلب او جذب بهیر په کلیو، ښوونځیو،  ښارونو، ناحیو،  دفترونو او دی ته ورته ځایونو کی تر سره کیږی چی دوی ته ځانګړی کارتونه چی د سری میاشتی د نښان درلودونکی دی ویشل کیږی او په عمومی کتاب کی ثبت کیږی. په یوه ناحیه یا ولسوالی کی د څو ډلو د یو ځای کیدو نه د سیمی مجمع رامینځته کیږی او په یوه ولایت کی د سیمه یزو مجامعو نه د ولایت مجمع رامینځته کیږی. د ۳۴ ولایتونو د مجامعو د جوړښت نه د ټاکنو د لاری یو کس د ولایتی استازی په صفت د ملی ټولنی مرکزی دفتر ته معرفی کیږی او پدی ډول د ټولنی په مرکزی دفتر کی د څلورو کلونو لپاره د عمومی رییس د ټاکنی لپاره عمومی مجمع را مینځته کیږی. د عمومی مجمع لخوا د عمومی رییس ټاکنه د ټولنی د ناپلوه او خپلواکه اصولو په رڼا کی د هر ډول سیاسی، توکمیز او مذهبی توپیر نه پرته ترسره کیږی. ددی مجمع پرانیزه د سره صلیب او سری میاشتی د غورځنګ اوه ګونو اصولو ته درناوی څرګندوی او ټولنه د یوی غښتلی ملی او ټاکل شوی اداری بڼه خپلوی.