پیژندنه
ليدلوری:-
د افغاني سرې مياشتې ټولنه يو بشرپال، د ځان بسيا ینې پر لور روان او د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ د اصولو منونکی او په ټول هېواد کې ترټولو زيانمنو وګړو ته د بشرپالو خدمتونو وړاندې کوونکی بنسټ دی.
رسالت ( ماموريت):-
د ژوندي ساتلو، روغتيا او انساني کرامت، په ځانګړې توګه د پېښو، وسلوالو شخړو او نورو بيړنيو حالاتو کې، د پياوړې ټولنې په رامنځته کولو کې مرسته، د رضاکارانو، غړو او بېلابېلو کارکوونکوغوره تنظيم او د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ په يوالي او يو موټی کولو، د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ د بنسټيزو اصولو په ځانګړې توګه ناپلوي، ناپېيلتوب او خپلواکۍ په رعايت سره په بشرپالو هڅو کې د فعالې ونډې درلودل.
د سرې میاشتې او سره صليب د نړيوال غورځنګ جوړښت:
په ۱۸۵۹ زیږدیز کال کې د فرانسې او ايټاليا د پوځيانو ترمنځ له يوې خوا او د اتريش له بلې خوا د سالفرينو په سيمه کې، چې د ايټاليا شمال لوري ته پروت دی د درې لکه او شل زره پوځيانو ترمنځ ۱۶ ساعته سخته جګړه رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ۴۰۰۰۰ پوځيان مړه او ټپيان شول. هانري دونانت، سویسی سوداګر چې د سوداګريزو چارو په موخه د پيښې له صحنې څخه تيريده له دغې خونړۍ پيښې سره مخامخ شو، ويې ليدل چې د جګړې ټپيان له روغتيايي خدمتونو پرته د شخړې په ډګر کې له يو ناوړه وضعيت سره مخامخ دي، نو د ټپيانو د درد وونکي حالت په ليدو سره يې انساني عاطفه راوپارې ده او دا کار د دې سبب شو، کوم ماموريت چې په مخ کې لرې هغه پريږدي او په خپله خوښه د جګړې د ټپيانو مرستې ته ور ودانګي.
د ټپيانو د شمېر ډير والی د دې لامل شوی و، چې پوځي روغتیایي کارکوونکي ونشي کولای د هغوی خواشينوونکي حالت ته رسيدنه وکړي. د جګړې ټپيان په مرګوني او کړکيچن حالت کې و، هغوی به چې هر څوک وليدل په ډيرې زارۍ سره يې د مرستې غوښتنه کوله.
د هرې ګړۍ په تيريدو سره به د هغوی څو تنه وژل کېدل. له هرلوري به زګيروی او بغارې تر غوږو کېد لې . په پايله کې کله چې هانري دونانت دغه ناوړه حالت ويني احساسات يې راپا رېږي او کومه دنده او ماموريت چې لري هغه پريږدي.
دونانټ د ټپيانو د ساتنې او درملنې لپاره ملا وتړله او د سالفرينو د نږدې سیمو اوسېدونکو څخه يې په دې انساني چاره کې د مرستې غوښتنه وکړه. هماغه و چې د لومړي ځل لپاره د جګړې د ټپيانو د درملنې په موخه يې د رضاکارانو ګروپ جوړ کړ. کومې پيسې يې چې د سوداګرۍ لپاره له ځان سره درلودې هغه يې د ټپيانو په درملنه ولګولې.
کله چې دونانت د ټپيانو له درملنې وزګار شو او بيرته سويس ته ستون شو پريکړه يې وکړه ترڅو د سالفرينو له جګړې څخه د ليدلي حالت په اړه ليکنه وکړي، هماغه وو چې په ١٣٦٢زیږدیز کال کې يې د (سالفرينو يادون) تر عنوان لاندې يو کتاب وليکه، په دې کتاب کې د جګړې د دردوونکو صحنو سربيره لاندې دوه مهم وړانديزونه هم وليکل:
لومړی وړانديز: آيا دا شونې نه ده چې د سولې په شتون کې د خپلې خوښې کارکوونکي وروزل شي او د جګړې په حالت کې د ټپيانو د درملنې لپاره ور ودانګي؟
دوهم وړانديز: داسې قوانين بايد رامنځته او د دولتونو له لوري تصويب شي، چې هغه د جګړې په ډګرونو کې د خپلې خوښې د کارکوونکو خونديتوب تضمين کړي، په بل عبارت، ښکيل پوځيان بايد هغه د خپلې خوښې کارکوونکي، چې د جګړې د ټپيانو په درملنه بوخت دي تر بريد لاندې را نه ولي.
هانري ډونانټ دا کتاب د اروپايي هيوادونو ټولو مشرانو او مخورو شخصيتونو ته ولېږه. هغه معقوليت چې د هغه په وړانديزونو کې و، د منلو وړ وګرځيد. په پايله کې هغه آند چې ده درلود په عامه ذهنيت يې اغيزه وکړه او دې ته ورسيد، چې په پايله کې د هغه لومړی وړانديز د سره صليب او سرې مياشتې د ملي ټولنو د رامنځته کېدو لامل شو او د هغه دوهم وړانديز د جنيوا د لومړي قرارداد، چې د جنيوا د ۱۹۴۹ کال د څلورګونو کنوانسيونونو او د ۱۹۷۷ کال د ضميموي پروتوکولونو(د جګړې قانون) د بنسټ د رامنځته کېدو لامل شو.
له بل لوري د (عامه هوساينې لپاره د جنيوا ټولنې)په نوم يوې کوچنۍ خيريه ټولنې له پخوا څخه د جنيوا په ښار کې فعاليت درلود، د هانري ډونانټ د آندونو د څيړنې او ارزونې په موخه يو پېنځه کسيز کميسيون جوړ شو. دا کمېسيون له ګوستاو مونيير، ګوليمي هنري دوفور، لويس آپيا، تئدور مونيور او خپله هانري ډونانټ څخه جوړ شوی و په ۱۸۶۳ کال کې ( د جګړې قربانيانو لپاره د مرستې د کمېټې) بنسټ کيښود، چې وروسته د(سره صليب د نړيوالې کمېټې په نوم) يا (آی سي آر سي) چې د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ یوځایوالی په ګوته کوي بدلون وکړ.
وروسته د نوموړې کمېټې بنسټ ايښودونکو پريکړه وکړه، چې د هانري دونانټ آندونو ته د عمل جامې ور واغوندي. هماغه و چې د هغوی په بلنه ۱۶ هيوادونو او څلورو بشرپالو بنسټونو خپل استازي نړيوال کنفرانس ته، چې د ۱۸۶۳ کال د اکتوبر په ۲۶ مه د جنيوا په ښار کې جوړ شو ولېږل.
په دې کنفرانس کې په سپينه ځمکه کې د سره صليب ځانګړی نښان چې د سويس هيواد د دولتي نښان معکوس شکل لري په رسمي توګه تصويب شو.
له بل لوري د جګړې په ډګر کې له روعتیایي خدمتونو څخه د ملاتړ، د سره صليب په رسميت پيژندلو او په نړيواله کچه د هغه د آرمانونو لپاره د سويس هيواد په جنیوا ښارکې په ۱۸۶۴ کال يو ډيپلوماټيک کنفرانس جوړ کړ. په دې کنفرانس کې د ۱۲ هېوادونو استازو ګډون وکړ او (د جګړې د ډګر د پوځي ټپيانو د وضعيت غوره والي لپاره د جنيوا د قرار داد) په نوم يې يو تړون تصويب کړ، چې دا قانون د بشرپالنې د نړيوال قانون چې د جنيوا د ۱۹۴۹ کال د تړون او د جګړې په قانون باندې مشهور وو بنسټ وګرځيد.
له هغه وخت وروسته د نړۍ په نورو هيوادونو کې د سره صليب او سرې مياشتې د ملي ټولنو د رامنځته کېدو لړۍ پيل شوه. اوس مهال د نړۍ په ۱۹۵ هيوادونو کې د سره صليب او سرې مياشتې ۱۹۵ ملي ټولنو جوړښتونه رامنځته شوي دي، چې د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ غړي شمېرل کيږي. په ټوله کې د سره صليب او سرې مياشتې ملي ټولنې، د سره صليب نړيواله کميټه او د سره صليب او سرې مياشتې د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ تشکيلوي.
له بلې خوا، د لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د سره صليب نړيوالې کميټې د لارښود پلاوي د وړانديز پر بنسټ له فاتح هيوادونو څخه يوه کمېټه جوړه شوه. ددې کمېټې د سپارښتنې پر بنسټ په ۱۹۱۹ لمريز کال کې د (کان) په ښار کې د نړۍ نومياليو ډاکټرانو د يوې ناستې په لړ کې د سولې او جګړې په حالتونو کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې کړنلاره تصويب کړه. دې کمېټې د جګړې په حالتونو کې د جنيوا له لومړي کنوانسيون څخه نيولې تر وروستي کنوانسيون پورې د هغه ټولې پريکړې تصویب کړې او د سره صليب د نړيوالې کمېټې، د سره صليب او سرې مياشتې د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون او د سره صليب او سرې مياشتې ملي ټولنو سرپرستي يې په لاندې ټکو کې ومنله:
۱- د طبيعي پيښو لکه زلزله، سيلاو او اورلګيدنې زيانمنو ته مرسته.
۲- د قحطۍ، بيوزلۍ او ساري ناروغيو زيانمنو ته مرسته.
۳- د عامه روغتيا ساتنې په موخه د روغتيايي کارکوونکو ښوونه او روزنه او د ثابتو او ګرځنده روغتيايي ټيمونو رامنځته کول.
۴- د بشرپالو خدمتونو د ترسره کولو په موخه د ځوانانو او ماشومانو ښوونه او استخدام.
د سره صلیب او سرې میاشتې ملي ټولنو نړیوال فدراسیون
د سره صلیب او سرې میاشتې ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له بشرپالو کړنو څخه، چې د ملي ټولنو په وسیله د وګړو په ګټه ترسره کېږي، ملاتړ کوي. دا فدراسیون د ورځنیو مرستو د وړاندې کولو د تشویق لپاره په سختو شرایطو کې د نړیوالو مرسته رسونې د عملیاتو په همغږي کولو کې هڅه کوي ترڅو له بشري دردونو څخه مخنیوی او د شونتیا تر بریده یې تسکین کړي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د لومړۍ نړیوالې شخړې له پای څخه مخکې په ۱۹۱۹ زیږدیزکال کې د پاریس په ښارکې، د سرو صلیبونو د ټولنو د لیګ تر عنوان لاندې، تاسیس شو.
هانري داویسن د امریکا د سره صلیب رییس وړاندیز وکړ، چې اوس د دې وخت را رسېدلی ترڅو ټولې ټولنې په یو ځانګړي نړیوال چوکاټ کې سره یوځای شۍ. د دې لیدلوري پربنسټ، د امریکا، فرانسې، انګلستان، جرمني، ایتالیا او جاپان د ملي ټولنو رییسانو د پاریس په ښارکې یوه غونډه جوړه کړه ، چې په پایله کې یې د سره صلیب او سرې میاشتې ملې ټولنو د فدراسیون بنسټ، چې په هغه وخت کې د اتحادیه ( لیګ) په نامه نومول کېده رامنځ ته کړ، د څوکلونو له تېرېدو وروسته د نړیوال فدراسیون دفتر له پاریس ښار څخه د جنیوا ښار ته ولېږدول شو او د ۱۹۸۳ زیږدیز کال په اکتوبر کې د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو په نړیوال فدراسیون باندې یې نوم بدل کړ.
د افغاني سرې میاشتې تاریخچه
د لومړي ځل لپاره د هېواد په تاریخ کې په ۱۳۰۸ لمریز کال کې د کابل بلدیې( ښاروالۍ ) په هڅه د کابل په عمومي بڼ کې د هېواد د ټولو اقشارو او خیرپالو وګړو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه، چې د سلا مشورو په پایله کې د ( مرکزامدادیه اولیه ) په نوم د یوې کوچنۍ خیرپالې ټولنې بنسټ کېښودل شو. په دې غونډه کې د هېواد ټولو لوریو څخه شل تنه، د غړو په توګه او محمد اراهیم خان د دې بنسټ د رییس په توګه وګمارل شو. د دې ټولنې د رامنځته کولو څخه موخه هغو وګړو ته مرسته وه ، چې د طبیعې پېښو له امله زیانمن کېږي. د دې بنسټ د پیاوړتیا لپاره د وخت پادشاه محمد نادر شاه دېرش زره افغانۍ له خپلې شخصي شتمنۍ څخه مرسته وکړه ترڅو ټول هېوادوال دا ډول خیرپالنې ته وهڅول شي، څوله دې نوې رامنځته شوې ټولنې سره مرسته وکړي. په ۱۳۱۱ لمریز کال کې، په لاهه کې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ کنفرانس د غوښتنې پربنسټ، د افغانستان له دولت څخه په هېواد کې د سرې میاشتې ټولنې د رامنځته کولو غوښتنه وشوه، مرکز امدادیه اولیه یې د محراب احمر په نوم بدل کړ او د مالیې وزارت په چوکاټ کې یې فعالیت کاوه.
د غورځنګ له لوري، چې کوم لس شرطونه د رسمیت پېژندنې لپاره یوې ملي ټولنې ته ایښودل شوي و، نه وو ترلاسه شوي، نو دغه بنسټ تریوڅه وخت پورې د روغتیا وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه. په ۱۳۱۳ لمریزکال کې محراب احمر په هلال احمربدل شو، چې په افغانستان کې یې د تاسیس کره نېټه ۱۳۱۳ لمریزکال ښودل شوی دی.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه د سره صلیب نړیوال غورځنګ د اصولو، مقرراتو، قوانینو او شرطونو له پوره کولو ورسته په ۱۳۳۴ لمریزکال کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له لوري د یوې خپلواکې ملي ټولنې په توګه په رسمیت وپېژندل شوه، همدارنګه په همدې کال د نړیوال غورځنګ د سروصلیبونو او سرو میاشتو له لوري د ۸۳ غړي په توګه په رسمیت وپېژندل شوه.
د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ بنسټيز اصول
بشرپالنه:
د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ ،د جګړې د ډګر ټپيانو ته له تبعيض پرته د مرستو د رسولو د هيلې پر بنسټ رامنځته شوی. په خپل ملي او نړيوال ماموريت کې هڅه کوي ترڅو بشري رنځونه او دردونه په هرځاى کې چې وي مخنيوى او را کم کړي. موخه يې د انسان د ژوند، روغتيا او هغه ته د درناوي د تامينولو ملاتړ دى. دا غورځنګ د خلکو ترمنځ متقابله پوهيدنه، دوستي، مرستې او تلپاتې سولې ته، پراختيا ورکوي.
ناپېيلتوب:
دا غورځنګ مليت، توکم، طبقې، دينې او مذهبي عقايدو او سياسي لیدلورو ته امتياز نه ورکوي او هڅه کوي ترڅو د وګړو درد او رنځ د هغوى د اړتياوو او بيړنيو مصيبتونو ته د لومړيتوب د ورکولو په پام کې ساتلو سره تسکين کړي.
ناپلوي:
د ټولو د باور د ترلاسه کولو او خوندي ساتلو لپاره، دا غورځنګ په شخړو کې د هيڅ يوه لوري پلوي نه کوي او په سياسي، توکميز، ديني ، مذهبي او ايډيالوژيکو تاوتريخوالو کې خپل ځان نه ښکيلوي.
خپلواکي:
دا غورځنګ خپلواک دى. سره له دې چې ملي ټولنې په بشرپالو خدمتونو کې د خپلو حکومتونو مرستندوى او د خپلو متبوع هيوادونو د قوانينو تابع دي، تل بايد خپله خپلواکي وساتي. نو په دې بنسټ هغوى به وتوانېږي، چې هر مهال د غورځنګ د اصولو سره سم عمل وکړي.
د خپلې خوښې خدمتونه:
سورصليب او سره مياشت يو د خپلې خوښې مرستندويه غورځنګ دى او له هيڅ کومې لارې څخه د ګټې په لټه کې نه دى.
يووالى:
په هر هيواد کې کولاى شي يواځې د سره صليب او سرې مياشتې يوه ملي ټولنه شتون ولري. دا ټولنه بايد د ټولو پرمخ خلاصه وي، خپل بشرپال خدمتونه په ټول هيواد کې پر مخ يوسي.
نړيوالتوب:
د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ، چې په ټولو ټولنو کې د يوشان مقام لرونکي دي او يو بل سره په مرسته کې يوشان دندو او مکلفيتونو کې ونډه اخلي ، نړيوال دى.
د نښان تاریخچه
د لومړي ځل لپاره د ۱۸۶۳ کال د جنیوا په نړیوال کنفرانس کې د سره صلیب نښان په سپینه ځمکه کې ، چې د سویس هېواد د نښان معکوس دی، د غورځنګ بنسټ ایښودونکې ته د درناوي پخاطر، چې د هغه هېواد تبعه دی، د جګړي ټپیانو ته د مرستندویو ټولنو(ملي ټولنې) د ځانګړي نښان په توګه ومنل شو.
او په ۱۸۶۴ زیږدیزکال کې د سره صلیب نښان د سیاسې کنفرانس له لارې د پوځي روغتیایي خدمتونو د ځانګړي نښان په توګه، د ۱۸۶۴ کال د حنیوا د لومړي تړون د تصویب ترڅنګ د تائید وړ وګرځېد.
د ۱۸۷۶ کال د بالکان په جګړه کې عثماني امپراتورۍ پرېکړه وکړه، د سرې میاشتې نښان، چې د عثماني خلافت د نښان معکوس دی، د سره صلیب د نښان پرځای یې وکاروئ.
دغه وړاندیز د غورځنګ په نړیوال کنفرانس کې د تائید وړ وګړڅېد، له هغه ورسته ځینوهېوادونو د خپلو ملي ټولنو لپاره د سرې میاشتې نښان غوره کړ.
د سرې مياشتې نښان له ١٣١٣ لمریز کال څخه راهيسې، که څه هم څو ځله يې بڼې او اندازه يې بدلون موندلى خو د ملي ټولنې د رسمي نښان په توګه رسميت لري. د ملي ټولنې نښان ددې ټولنې د هويت د پيژندګلوۍ وسيله ده چې د تشخيص او ملاتړ په موخه ترې ګټه اخيستل کيږي. ملاتړ په دې مفهوم دى، کله چې رضاکاران، کارکونکي او د ملي ټولنې د خپلې خوښې خدمتونو وسايط د جګړې ټپيانو ته ددې نښان تر سيوري لاندې د روغتیایي مرستو د وړاندې کولو لپاره ورځي، بايد د وسله والو ښکيلو خواوو تر بريد لاندې رانه شي او د هغوى د خدمتونو د لارې خنډ ونه ګرځي، نو بايد چې له هغوى او وسايلو څخه يې ملاتړ وشي. تشخيص په دې مفهوم چې شخص، د ليږد وسايل،تاسيسات،روغتیایي مرکزونه،زيرمې او ګدامونه چې په دې نښان مزين شوي وي، په ملي ټولنې پورې تړاو لري. که نښان د ملاتړ لپاره وکارول شي، اندازه يې لويه او ترې چاپيره ليکنه هم نشته ترڅو له ليرې سيمو څخه د ليدنې وړ وي، خو په کوچنۍ اندازه تشخيصي نښان په (فلزي سرجيبي نښان، بازوبند،په نښان باندې مزين شوي خولۍ او واسکټ)څخه کار اخيستل کيږي.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د مؤقتې اساسنامې اوومې مادې د ملي ټولنې د نښان په اړه داسې ويلي دي:
١- د افغاني سرې مياشتې ټولنه د ځانګړي مهر او نښان لرونکې ده چې په هغه کې سره مياشت په سور رنګ په سپينه ځمکه کې چې د هغه په پاسنۍ برخه کې په پښتو ژبه (د افغاني سرې مياشتې ټولنه) او د هغه لاندې په دري ژبه (جمعيت هلال احمر افغاني) د ليندۍ په بڼه او په تور رنګ ليکل شوي دي.
٢- د افغاني سرې مياشتې ټولنه د جنيوا د څلورګونو کنوانسيونونو او ورسره د يوځاى شويو پروتوکولونو پربنسټ مکلفه ده ترڅو د ملي ټولنې د نښان څخه د سمې ګټې اخيستنې لپاره يوه ځانګړې کړنلاره(طرزالعمل) وضع کړې ده.
٣- د ملي ټولنې له نښان څخه د سمې ګټې اخيستنې کړنلاره ( طرزالعمل) د ملي ټولنې عمومي رئيس په سلا مشورې سره د ملي ټولنې د سکرترجنرال پواسطه چمتو او برابريږي.
له ملاتړيز او تشخيصي نښان څخه ناوړه ګټه اخيستنه، د غورځنګ د مرکبه وو له نښانونو څخه د ګټې اخيستنې د څرنګوالي په اړه د جنيوا د قراردادونو څخه سرغړاوی دى،ځکه له نښان څخه ناوړه ګټه اخيستنه د وسله والو نښتو پرمهال په عامه ليدلوري باندې ناوړه اغيزه او د هغه اهميت اعتبار او باور له منځه وړي.
د جنيوا د قراردادونو او ورسره مل پروتوکولونو پربنسټ چې دولتونه خپل ځان هغه ته ژمن بولي،د نښان سمه کارونه په لومړي قدم کې خپله دولتونو ته متوجه کیږي ترڅو درناوي يې وکړي، له نښان څخه ناسمه ګټه اخيستنه او سرغړونه له يوې خوا دولتونه او د سره صليب نړيوالې کميټې او ملي ټولنې چارواکي او هغه کسان چې له دغه څخه ناسمه ګټه پورته کړې دې ته يې پام را اړوي ترڅو له دغه کار څخه لاس واخلي. اوس مهال په سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ کې درې ډوله نښانونه چې عبارت دي له:(سور صليب،سره مياشت او سور کرسټال) چې درې واړه رسميت لري او ورڅخه کار اخيستل کيږي.
د سره صلیب نړیوال غورځنګ او سرې میاشتې نښانونه
نښان د یو هېوا، ټولنې، سازمان، شرکت، شخص او ګروپ د پېژندګلوۍ نښه بلل کېږي او دا کار د پخوا زمانو راهیسې کارول کېږي.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ، چې یو بشرپال نړیوال غورځنګ دی، له مرکبوڅخه: د سره صلیب نړیواله کمېټه، د سروصلیبونو او سرومیاشتو ملي ټولنو او د سرو صلیبونو او سرومیاشتو ملي ټولنو نړیوال فدراسیون څخه جوړ شوی. دا درې واړه مرکبې د خپلې پېژندګلوۍ لپاره ځآنګړي نښانونه کاروي، چې په لاندې توګه ترې یادونه شوې.
۱۸۵۹ زېږدیزکال هانري دونانت چې د سلفرینو جګړه په خپلو سترګو لیدلې وه، هغه چې په زرګونه ټپي سرتیري هرځای لویدلي، د روغتیایي نه پاملرنې له امله وار په وار د مرګ لوري ته روان او د ګواښ لاندې ول، پوځي او روغتیایي څارنو د دې وس نه درلود، چې دغه مهمه دنده په سمه توګه سرته ورسوي د دغه کار یو لامل د یوځانګړي (واحد) نښان نشتوالی و، چې په جګړه کې د ښکېلو لوریو له خوا په آسانۍ سره پېژندل شوی وای.
۱۸۶۳ زیږدیزکال د جګړې په ډګرکې د پوځي درغتیایي څارنو د اغیزمنتوب د لارو چارو د موندلو لپاره په جنیوا کې یو نړیوال کنفرانس جوړشو، دې کنفرانس له ټپي سرتیرو سره د مرستې په موخه د مرستندویه ټولنو، د سره صلیب او سرې میاشتې د رتلونکو ملي ټولنو د څرګندولو لپاره په سپینه ځمکه د سره صلیب نښان تصویب کړ. ۱۸۶۴زیږدیزکال د جنیوا لومړۍ لوظنامه تصویب شوه، چې په هغې کې پرسپینه ځمکه د سره صلیب نښه، د یوې پېژندونکې نښې په توګه د وسله والو ځواکونو د روغتیایي خدمتونو د ځانګړي نښان په توګه په رسمیت و پېژندل شوه.
۱۸۷۶ زیږدیزکال په بالقان کې د روسیې او ترکیې د جګړې په بهیرکې، عثماني امپراتوۍ وپتېله، چې د سره صلیب پرځای پرسپینه ځمکه سره میاشت وکاروي. همدارنګه د مصرهېواد هم د سرې میاشتې نښان ومانه. ایران پرسپینه ځمکه شیروخورشید سرخ نښه غوره کړه، دغو دولتونو خپله غوښتنه په تړونونو کې خوندي کړه او د پورتنیو ټولنو ځانګړي نښانونه د ۱۹۲۹ زیږدیزکال په نړونونو کې ومنل شول.
۱۹۴۹ زیږدیزکال د جنیوا د ۱۹۴۹ زیږدیزکال د لومړي تړون ۳۸ مادې پربنسټ د پوځې روغتیایي خدمتونو لپاره پرسپینه ځمکه د سره صلیب، سرې میاشتې او شیرو خورشید سرخ له نښو پرته د پوځي روغتیایي خدمتونو لپاره نورو د ځانګړو نښانونو کارول منع شول.
۱۹۸۰ زیږدیزکال په ۱۹۸۰ زیږدیزکال کې د ایران اسلامي جمهوریت د شیروخورشید سرخ د نښان کارونه پرېښوده او د هغه پرځای یې د سرې میاشتې نښان ومانه.
۱۹۸۲ زیږدیزکال د سروصلیبونو او سرو میاشتو ملي ټولنو فدراسیون د سره صلیب او سرې میاشتې دواړه نښانونه د خپل ځانګړي نښان په توګه غوره کړل.