روغتيايي خدمتونه

Health service

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د روغتيايي خدمتونو څانګه هڅه کوي ترڅو د روغتيا د لاښه والي لپاره زيانمنو خلکو ته روغتيايي خدمتونه تر سره او لدې لارې بشري دردونه او مصيبتونه راکم کړي.

د ثابتو روغتيايي کلينيکونو پروژه:

د افغاني سرې مياشتې ټولنه په ولايتونو کې 47 ثابت کلينيکونه رامنځته کړي دي چې د عامې روغتيا وزارت له سټنډرډونو سره سم فعاليت کوي. په دغو مرکزونو کې زرګونه بيوزلي هيوادوال له دغو خدمتونو څخه ګټه اخلي او تر وړيا درملنې لاندې نیول کیږي.

په بيړنيو حالاتو کې د عامه روغتيا پروژه:

(ګرځنده روغتيايي کلينيکونه):

ګرځنده روغتيايي ټيمونه د ملي ټولنې يو له اړينو څانګو څخه دي چې د طبيعي پيښو زيانمنې او کورنۍ، بيځايه شويو  او هغه شمير هيوادوال چې په ليرې پرتو سيمو کې ژوند کوي او روغتونونو ته لاس رسی نه لري؛ روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

 

وقايوي پروژه (HIV-AIDS):

د HIV-AIDS وقايوي پروګرام د (وقايې) تر شعار لاندې د خوندي ژوند ساتنې لپاره ټولنې ته ښوونيزې برنامې جوړوي. دا فعاليتونه د ناروغۍڅخه د ځان ساتنې، نښو او د خپريدو د لارو چارو پیژندنه په برکې نیستي.   

 

د روغتونونو پروژه:

د ملي ټولنې د روغتيايي خدمتونو څانګه په کابل کې يو سمبال اويا بستريزه روغتون  سره له طبي مختللیو وسايلو او په پروان ولايت کې د مخدره توکو روږدو کسانو د درملنې لپاره يو روغتون جوړ کړی دی. په دغو مرکزونو کې په ورځینئ توګه د سلګونو هيوادوالو درملنه کيږي.

 

د زړه سوري:

د زړه په ولادي ستونزو باندې د اخته ناروغو ماشومانو د درملنې د پروسې له پيل څخه تر اوسه پورې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د روغتيايي خدمتونو رياست کې په لسګونه زره ناروغان ثبت او راجستر شوي دي چې تر اوسه  د هيواد په دننه او بهر روغتونونو کې د زرګونو تنو  ماشومانو درملنه شوې او روغتيا يې هم ترلاسه کړې ده. د هر ناروغ ماشوم د درملنې لګښت له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ امريکايي ډالر کيږي، دا پيسې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له بودیجې، د چین د سره صلیب ملي ټولنې، د افغانستان ښاغلو حاجيانو او په افغانستان کې د هند  د سفارت لخوا ورکړ شوي دي.

 

د CBHFA پروګرام (ټولنه کې لومړنۍ روغتيايي مرستې):

د ملي ټولنې يو له بنسټيزو څانګو څخه، د ټولنې په کچه لومړنۍ روغتيايي مرستې دي. د لومړنيو روغتيايي مرستو پروګرام د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې فعاليت لري چې ۲۵۰۰۰ رضاکاران يې روزلي او د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي.