مرستونونه

افغاني سره میاشت د خپلو بشرپالو پروګرامونو ترڅنګ په خپله زومره کې د بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د پالنې لپاره یوه څانګه لري ، ترڅو هغه کورنۍ او وګړي، چې د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري، وپالي. په همدې موخه یې مرستونونه ( د ټولنیزې هوساینې مرکزونه) په کابل، قندهار، هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونوکې جوړکړي، چې په هغوکې هغه اړمنې او بې سرپرسته کورنۍ او وګړي ساتل کېږي، چې د بېلابېلو ستونزوله مخې لکه: جګړې، طبیعي پېښو، ټولنیزو ستونزو، بېوزلۍ او غریبۍ، دې ته مجبور کړي ترڅو په مرستونونوکې استوګنه وګړي. کومې کورنۍ او وګړي چې د سرې میاشتې په مرستونونو کې اوسېږي، هر یو یې د خپل ژوند ډېرې درد ناکې او حیرانوونکې کیسي بیانوِي، چې د هر انسان په خوب ویده عواطف را پاروي.

د مرستونونو په زومره کې هغه کسان شامل دي، چې پلار، ورور، تره او ډېری نورو نیږدې خپلوانو د هغوی له پاللو مخ اړولی او هغوی سره یې له مرستې اوږه خالي کړې. د دوی ځینې بیا دعوه کوي، چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د کورنو توکي پلورلي، د وګړو په کورونو کې یې خدمت کړی، خیرټولونې ته یې مخه کړي او د مرستې د راټولو لپاره  د خیریه بنسټونو دروازو ته درېدلي، له توانه پورته کارونو ته یې غاړه ایښې او دې ته ورته نورو درنو کارونو ته یې ځان سپارلی ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ لاسته راوړي. له دې ټولو سختیو سره بیا هم نه دې توانېدلي د خپلو ستونزو لپاره یوه ډاډ منه لار پیدا کړي، د دوی په وینا د سرې میاشتې مرستونونه د دوی لپاره یواځینۍ  ډاډ منه مرجع ده، چې دوی په کې په پوره آرامۍ، سهولت او له ویرې پرته له خپلو ماشومانو سره یوځای ژوند تېروي. دوی د سرې میاشتې دې خدمت ته د قدر په سترګه ګوري او د دې خیریه بنسټ چارواکو ته د دې لپاره، چې دوی ته یې د اوسېدوځای، کالي، خوراک، روغتیایي پاملرنې مرکز، د ماشومانو ښوونه او روزنه او حرفوي زده کړو زمینه چمتوکړې لاس په دعا دي. د بېلګې په توګه د کابل په مرستون کې ماشومانو ته د اوسېدو د ځای ترڅنګ، ښوونځی، مسجد، کلینیک، د تفریح پارک، د ماشومانو لپاره د لوبو ډګر، وړکتون او د حرفوي زده کړو پروژې په کار اچولي.

افغاني سرې میاشتې په مرستونونوکې د ښوونې شونتاوې په ځانګړې توګه ماشومانو ته په دې موخه چمتوکړې ترڅو دوی په یوه ټاکلي وخت کې هغه زده کړې ترلاسه کړي، چې له مرستونه بهر د دې وړتیا ولري ترڅو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې ترلاسه کړي، ځکه هغوی تر یوې ټاکلې مودې پورې په مرستون کې ساتل کېږي نه دایمي اومادام العمر.

کېدای شي د هېواد په کچه ډېرې د مرستون د جذب وړ کورنۍ او وګړي شتون ولري، خو له بده مرغه د سرې میاشتې امکانات محدود دي او نه شي کولای ټول د مرستون په شرایطو برابر وکړي ومني. د نوي پروسیجر پربنسټ ، چې اوس په پام کې نیول شوی، ځینې اړمنې او بېوزلې کورنۍ له مرستونه بهر د سرې میاشتې له مرستو برخمنې شوي.

په دې وروستیو کلونو کې د کابل په مرستون کې د رواني ناروغانو د غوره والي په موخه یو مرکز جوړشوی، چې په مرستون کې د شاملو ناروغانو درملنه کوي. د دغو فعالیتونو په پایله کې د ځینو شاملو ناروغانو حالت د غوره والي لوري ته روان دی او همدارنګه د ناروغانو د بیا ځلې پیاوړتیا لپاره یې ورزشي توکي ورته چمتوکړي ، چې له برنامې سره سم د یو مسوول کس له لوري تمرین ورکول کېږي، چې دا امر کولای شي د هغوی په روغتیا مثبت تاثیر ولري.

 د هرات ولایت په مرستون کې یواځې دا نه، چې بې سرپرسته کورنۍ او ماشومان ساتل کېږي، بلکې د دې ترڅنګ ۲۴۴ تنه رواني ښځینه ، نارینه او کم عمره وګړي، چې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکي دي ترڅارنې لاندې نیول شوي، د دې ناروغانو د اعاشې او اباتې ترڅنګ دوی ته روغتیایي مراقبت هم وړاندې کېږی ترڅو روغتیایې ښه شي. که څه هم د رواني ناروغانو درملنه د سرې میاشتې مکلفیت نه دی، خو د بشرپالنې د روحیې پربنسټ دغه سخت او له ستونزو ډک فعالیت یې په غاړه اخیستی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مرستونونو د وګړو ملاتړ کولای شي دا بنسټ لا غښتلی او پیاوړی کړي، ترڅو خپلو بشرپالو فعالیتونو ته د مرستونونو په کچه لا پراختیا ورکړي، لکه څرنګه چې د یوتن خیرپال هېوادوال له لوري ننګرهار ولایت کې د نوي جوړېدونکي مرستون ټول لګښتونه په غاړه اخیستل شوي و او سرته یې ورساوه.

کوم هېواد وال، چې دا ډول احساس لري کولای شي بېلابېلو ولایتونو کې د سرې میاشتې د استازولیو په مرسته مرستونونه جوړ کړي، ترڅو په هغوکې اړمنې او بې سرپرسته کورنۍ ترڅارنې لاندې ونیسو، چې دا ډول بشرپال احساس زمونږ هرهېواد وال کولای شي د شونتیا ترحده ترسره کړي او په دې کار سره د اړمنو او بې سرپرسته وګړو دعا ترلاسه کړي.

د مرستون شالید( تاریخچه)

د لومړي ځل لپاره مرستون په کابل کې د ۱۳۰۹ لمریزکال د غویي (ثور) میاشتې پر۱۲ مه نېټه د محمد نادرخان د واکمنۍ پرمهال د (دارالیتام نادري) په نامه د یتیمانو د پالنې لپاره په (باقرخان کلا) کې تاسیس شو، چې چارې يې د هغه مهال د ښاروالۍ له لوري اداره کېدې. په    ۱۳۲۵ لمریزکال کې دا چې مرستون له بېوزلو او مسکینانو سره مرسته کوله د دارلمساکین په نامه ونومول شو، چې مرکز یې د کابل ښار په (حشمت خان کلا) کې شتون درلود او اداري چارې يې مالیې وزارت ته وسپارل شوې. څوکاله ورسته دارالمساکین په مرستون بدل شو، چې او سنۍ سیمې ته ( د افشار غره لمنې) ته ولېږدول شو، چې د هغه مهال د صدارت د مقام له لوري اداره کېده. دا چې د مرستون دندو او فعالیتونو د افغاني سرې میاشتې ټولنې له کړنو سره ورته والی درلود په ۱۳۴۲لمریزکال کې د سرې میاشتې په تشکیلاتي  جوړښټ کې مدغم شو.