بدخشان؛ ۵۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړني غیر خوراکي توکي ووېشل شول
سې شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د درۀ خستک سیمې په بېلابېلو کلیو کې ۵۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړني غیر خوراکي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۷ کمپلې، ۱ ترپال، د پخلنځي د توکو یو سیټ، ۱ پلاستیکي سطل او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
سربېره پر دې، د یادو کورنیو له جملې ۱۴ کورنیو ته، چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، یوه یوه خېمه هم ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د سېلاب ځپلو او زیانمنو کورنیو د عاجلو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپلې بشري مرستې لا چټکې او اغېزمنې کړي.
