د افغاني سرې مياشتې ټولنې سرپرست رییس:

قدرمنو خیرپالو هېوادوالو!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

الله تعالی په خپل سپېڅلي کتاب کې وایي:

وَ مِمَّا رَزَقْناهُمْ يُنْفِقُونَ

"کومه روزي چې مونږ (متقیانو ته) ورکړې؛ له هغې دوی (څه برخه) د الله تعالی د رضا لپاره خیراتوي".

2 میاشتې ۱ اونی ago

د ځانګړې اونۍ په پار د افغاني سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئيس پيغام
الحمد لله الأکرم الذی أمرنا بالجود والکرم ثم الصلواة والسلام علی رسوله الكريم الذی أنفق و أتم، أما بعد: فَأَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ- بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ، قَالَ اللهُ عز وجل:
{وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا (8) إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا (9)} [الدهر: 8-9]
ژباړه: او دوى (مؤمنان) د الله عز وجل په مینه كې مسكین، یتیم او بندي ته خواړه وركوي، دوى وايي: بېشكه همدا خبره ده چې مونږ تاسو ته د الله  په خاطر خواړه دركوو، مونږ له تاسو څخه څه بدله او مننه نه غواړو.
درنو زړه سواندو او خيرپالو هېوادوالو! 

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
افغاني سره میاشت له څه کم يوې پېړۍ راهيسې د خپل دیني، ملي او وظیفوي مکلفیت پر بنسټ په ملي او نړیواله کچه د بېوزلو، اړمنو او پېښځپلو د لاسنیوي په برخه کې له تعصب او تبعيض پرته هر اړخیز بشرپال خدمات وړاندې کوي. 

افغاني سره میاشت د سېلاب ځپلو، زلزله ځپلو، د طبيعي او غير طبيعي پېښو له امله بې ځایه شویو کورنیو، د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، روغتيايي خدماتو وړاندې کولو، د رواني ملاتړ په مرکزونو کې د ناروغانو د درملنې او ساتنې، د ښارونو په کچه د سوالګرو راټولولو، هغوی سره د نغدي مرستو ترسره کولو او مرستونونو کې د سلګونه بې سرپرسته کورنیو د ساتنې په برخه کې د خیرپالو وګړو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري، د افغاني سرې میاشتې له یادو فعالیتونو څخه مادي او معنوي ملاتړ په حقیقت کې د خیرپالو او شتمنو هېوادوالو دیني، ملي او اخلاقي مکلفیت او وجیبه ګڼل کېږي، چې په اداء کولو سره یې د دې کړېدلي او ځورېدلي ولس هوساینه تضمینېدلی شي.

شيخ القرآن والحديث شهاب الدين دلاور

د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس

شیخ شهاب الدین " دلاور "
شیخ شهاب الدین " دلاور "

تازه خبرونهنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۶:۰
Background image

میدان وردګو ولایت کې پر اړمنو بزګرانو کیمیاوي سره ووېشل شوه!

میدان وردګو ولایت کې پر اړمنو بزګرانو کیمیاوي سره ووېشل شوه!

د افغاني سرې میاشتې له لوري نن پنجشنبه د رجب د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ پر ۱۹۴ اړمنو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۵:۵۷
Background image

غور ولایت کې پر ۴۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

غور ولایت کې پر ۴۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن پنجشنبه د رجب د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د غور ولایت د دولینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۵:۵۲
Background image

کندز کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د اړتیا وړ درمل چمتو کیږي!

کندز کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د اړتیا وړ درمل چمتو کیږي!

نن پنجشنبه د رجب د میاشتې پر لومړۍ نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر. . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سورې زړه په رنځ د اخته ماشومانو د درملنې پروګرام

د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو په اړه معلومات

بادغیس ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو فعاليتونو پېژندنه.

هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو فعاليتونو پېژندنه

د سوري زړه ناروغۍ په تړاو د سرې میاشتې د ویاند مرکه

د سوري زړه ناروغۍ په تړاو د سرط میاشتې د ویاند مرکه

د مشعل بیات ښوونځي څخه ۴٢ تنه زده کوونکي د دولسم ټولګيو فارغ شول

سرې مياشتې ۱۶ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان ۵ کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه وروپېژندل!

سرې مياشتې ۱۶ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان ۵ کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه وروپېژندل!

چین ته د شیخ صاحب شهاب الدین دلاور د سفر په اړه د نشراتو د ریس مرکه

د افغاني سرې مياشتې د بشرپالو فعاليتونو اونيز راپور.

د افغاني سرې مياشتې د بشرپالو فعاليتونو اونيز راپور.

آخرین اطلاعیه هانمایش همه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۴۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا:

د داوطلبۍ خبرتیا:

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا:

د داوطلبۍ خبرتیا:

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۴:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا:

د داوطلبۍ خبرتیا:

افغاني سره میاشت په پام کې لري چې یو سل او پنځوس رآس غواګانۍ د (هلمند، فراه او بادغیس ) ولایتونو لپاره وپیري ، علاقه لرونکي شرکتونه کولی شي په دې پروسه کې ګډون وکړي.

. . .