فاریاب ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۵۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
د شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب پر ۲۸ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د شوردریا او چهارشنغو کليو اړمنو او بېوزله کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، چې د ترکیې هېواد له لوري رالېږل شوې وه، هرې کورنۍ ته په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲ لیټره غوړي، ۵ کیلو وریژې، ۵ کیلو دال، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۲ قوطي روب، ۱ کیلو لوبیا، ۱ کیلو نخود، ۲ کیلو نسک، ۶ پاکټه مکروني او په غیر خوراکي توکو کې یوه کمپله شامله وه د فاریاب ولایت د نمایندګۍ د رییس او د ترکیې هېواد استازو په شتون کې ووېشل شول.