د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۰ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول
د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۰ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول
نن دوشنبه د جمادي الأولی میاشتې پر ۲۳ مه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ۱۰ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمېنه کابل کې ۳ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور وپېژندل.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ناروغو ماشومانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې په مالي لګښت ترسره کېږي.