د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د زکات خیریه بنسټ له مسوولینو سره لیدنه ترسره کړ!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۹:۴۷
ملا نورالدین ترابی معاون جمعیت هلال احمر افغانی با مسولین بنیاد خیریه زکات دیدار نمود!

نن د شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۲۱مه د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي په امریکا کې د زکات خیریه بنسټ له اجرایوي رییس هالېل دیمېر، د یاد بنسټ له سلاکار رضا فاروخ او ورسره پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي په امریکا کې د افغانستان لپاره د زکات خیریه بنسټ له لوري د ترسره کړو هڅو ستاینه وکړه او له نوموړو یې وغوښتل، چې په امریکا کې ورته نورې اسلامي خیریه بنسټونه هم وهڅوي، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې له افغانستان سره مرستې وکړي. نوموړي وویل، چې دوی چمتو دي ټولو مرسته کوونکو بنسټونو ته د هر ډول نغدي او جنسي مرستو د رسولو لپاره لاره هواره کړي.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي وویل، چې دا مهال په افغانستان کې د وچکالۍ له امله بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی؛ نو ځکه ستره اړتیا ده، چې بشري مرستې ډېرې او پراخې شي. نوموړي د زکات خیریه بنسټ له مسوولینو وغوښتل، چې دوی دې د افغانانو له روان مظلومیته په امریکا کې خیریه بنسټونه خبر کړي.

ښاغلي ترابي وویل، چې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه له نیمایي ډېر د روغتیا په برخه کې دي، ځکه خو دوی په دې برخه کې هم ډېرې مرستې ته اړتیا لري. نوموړي وویل، چې دا مهال له افغاني سرې میاشتې سره تر اوه زره (۷۰۰۰) پورې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان ثبت دي، چې جدي درملنې ته اړتیا لري، خو دوی یې د درملنې د لګښت وسه نه لري. نوموړي وویل، چې د سوري زړه په ناروغۍ په اخته ماشومانو کې په سلو ماشومانو کې درې ماشومان د درملنې د نه شتون له امله مري، چې دا ستره ضایع ده.

په ناسته کې د زکات خیریه بنسټ اجرایوي رییس هالېل دیمېر وویل، چې دوی پوهېږي، چې افغانان په دې شپو کې سختې مرستې ته اړتیا لري او مهمه ده، چې د افغانانو اقتصادي ستونزې حل شي. نوموړي وویل، چې دوی پتېیلې، چې په کابل کې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون تجهیز به کوي، د ناروغانو د درملنې لپاره به له امریکا ډاکتران راولي او د شته ډاکترانو د ظرفیت د لوړولو لپاره به کار کوي.

ښاغلي دیمېر وویل، چې دی به د افغاني سرې میاشتې غږ په امریکا کې مېشتو اسلامي خیریه بنسټونو ته په امانت ډول رسوي او له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي. دیمېر وویل، چې په تېرو څو میاشتو کې دوی د یونسیف له لارې له افغانستان سره د دوه میلیونه امریکایي ډالرو مرسته کړې.

 

ملا نورالدین ترابی معاون جمعیت هلال احمر افغانی با مسولین بنیاد خیریه زکات دیدار نمود!

 

ملا نورالدین ترابی معاون جمعیت هلال احمر افغانی با مسولین بنیاد خیریه زکات دیدار نمود!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۷:۴۷
Background image

خوست کې ۸۰۰ بېځایه شوو کورنیو ته ۱۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۸۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۶:۴۰
Background image

بلخ کې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغاني سرې میاشتې مرستون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷

بلخ ولایت کې د ‎افغاني سرې میاشتې د مرستون ودانۍ، چې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت بیا رغول شوې وه، نن په رسمي مراسمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په مراسمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۳۷
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

چهارشنبه، ١۴ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کنړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٩٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS