کابل؛ کارکوونکو ته د ختیځ زون د زلزلې له عملیاتو څخه د زده شویو تجربو په اړه ورکشاپ ورکړل شو
دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان جوړونې آمریت، د ځوانانو او رضاکارانو، پېښو او روغتیا ریاستونو، او د ختیځ زون د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو د نماینده ګیو ۳۰ تنو کارکوونکو ته د ختیځ زون د زلزلې د بشري عملیاتو د تجربو او زده شویو درسونو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
دغه ورکشاپ، چې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ جوړ شوی و، موخه یې د زلزلې پر مهال د ترسره شویو بشري عملیاتو ارزونه، د ترلاسه شویو تجربو شریکول او د راتلونکو احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او اغېزمن غبرګون پیاوړتیا وه.
د ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو لپاره زلزله ځپلو کورنیو ته د بشري مرستو د رسولو پر مهال د عملیاتو د لاسته راوړنو، قوتونو او شته نیمګړتیاوو ارزونه وړاندې شوه. همدارنګه د راتلونکو بېړنیو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي، د همغږۍ د پیاوړتیا او د تجربو د شریکولو په اړه هر اړخیز بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.
د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو خپلې تجربې، نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د راتلونکو بېړنیو حالاتو پر وړاندې یې د چټک، همغږي او اغېزمن غبرګون د لا پیاوړتیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.
تمه ده، چې د دې ورکشاپ موندنې او سپارښتنې به د افغاني سرې میاشتې د بېړنیو عملیاتو د لا اغېزمن مدیریت، د چمتووالي د پیاوړتیا او د بشري خدمتونو د کیفیت د ښه والي لپاره د عملي اقداماتو بنسټ وګرځي.
