کابل؛ افغاني سرې میاشتې او د ناروې سره صلیب د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۷
K

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې سره صلیب له مشر ښاغلي افتخار علي سره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د ګډو بشري همکاریو د پیاوړتیا په اړه وکتل.

په دې کتنه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د روغتیا په برخه کې د ناروې سره صلیب دوامدارې مرستې اغېزمنې وبللې او ویې ویل، چې افغاني سره میاشت دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې په مرکزونو کې نږدې ۱۵۰۰ ناروغان تر درملنې لاندې لري او یو شمېر نورو ته په خپلو کورونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي د خپل زړه روغتون له لارې هر کال تر دوه زره پورې د سوري زړه ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د رواني ناروغانو او د سوري زړه ناروغانو د درملنې ترڅنګ د نورو روغتیايي او بشري پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره د ناروې سره صلیب د دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د افغانستان لپاره د ناروې سره صلیب مشر د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د ناروې سره صلیب به د دې ټولنې د روغتیايي پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي، څو د رواني ناروغیو او د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخو کې خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې روغتیايي مرکزونو ته د اړینو درملو د برابرولو ترڅنګ د زړه روغتون د روغتیايي کارکوونکو لپاره د تخصصي روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو ژمنه وکړه او د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په برخه کې یې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۰
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د بکسمند درې په تاوه کلي کې هغې کورنۍ ته، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۷
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او د ناروې سره صلیب د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۲:۱۳
Background image

کابل؛ د مالي برخې کارکوونکو ته د حساب ورکونې او مالي محاسبې ښوونیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د مالي ریاست ۲۰ تنو مرکزي کارکوونکو ته د حساب ورکونې او مالي محاسبې په اړه شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

د. . .

BACK TO NEWS