کابل؛ د مالي برخې کارکوونکو ته د حساب ورکونې او مالي محاسبې ښوونیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۲:۱۳
K

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د مالي ریاست ۲۰ تنو مرکزي کارکوونکو ته د حساب ورکونې او مالي محاسبې په اړه شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د مالي چارو رئیس ښاغلي حافظ شبیر احمد عثماني د یاد ښوونیز پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول د مالي چارو د اغېزمن، شفاف او مسؤولانه مدیریت لپاره بنسټیز ارزښت لري.

 نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه بشپړه ګټه واخلي او خپله مسلکي پوهه او مهارتونه لا پیاوړي کړي.

دغه شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ، چې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ ترسره کېږي، ګډونوالو ته به په کې د حساب ورکونې، مالي محاسبې او نورو اړوندو مالي موضوعاتو په اړه نظري او عملي زده‌ کړې ورکړل شي.

تمه ده، چې د دې ورکشاپ له بشپړېدو وروسته به د مالي برخې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لا لوړې او د مالي چارو د شفافیت، دقت او اغېزمنتیا کچه به لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۲:۱۳
Background image

کابل؛ د مالي برخې کارکوونکو ته د حساب ورکونې او مالي محاسبې ښوونیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د مالي ریاست ۲۰ تنو مرکزي کارکوونکو ته د حساب ورکونې او مالي محاسبې په اړه شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۱:۵۴
Background image

کابل؛ د لومړنیو روغتیايي مرستو روزونکو ته درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د کابل په مرکزي دفتر کې د لومړنیو روغتیايي مرستو د روزونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۸:۴۹
Background image

بغلان؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

دوشنبه، ۱۳ المحرم ١۴۴۸

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۳۴۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS