میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه
دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د بکسمند درې په تاوه کلي کې هغې کورنۍ ته، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
یاده مرسته د چین سره صلیب په مالي ملاتړ ترسره شوه، چې موخه یې د زیانمنې کورنۍ د عاجلو او لومړنیو اړتیاوو پوره کول وو.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت نغدي او بشري مرستې ورسوي او د هغوی د عاجلو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
