میدان وردګ ولایت کې ۱۶۳ کورنیو ته د افغان سرې میاشتې له لوري د ملک سلمان خیریه بنسټ مرستې وویشل شوې!

نن چهارشنبه د افغاني سرې میاشتې په انګړ کې د مخکې ترسره شوې سروې پر بنسټ د ۱۶۳ کورنیو کونډو، یتیمانو، معیوبینو او بېځایه شويو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴ بوجۍ اوړه، ۲ کارټنه خوارکي مواد، ۲ بړستنې او یو د البسې بکس ورکړل شول.
د یادو مرستو د توزیع په ننني بهیر کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس الحاج مولوي مطیع الحق خالص، د سویل لویدیځ مرکزي زون رییس مولوي الیاس خېل ناصري د نشراتو او عامه اړیکو رییس عرفان الله شرفزوی ګډون کړی و.