د افغاني سرې مياشتې اداري جلسه ترسره شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۹:۱۱
د افغاني سرې مياشتې اداري جلسه ترسره شوه

کابل، پنجشنبه، ۲۲ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق

د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن تر مشرۍ لاندې  د سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د پلان او پالیسي مرستیال او د مرکزي دفتر د يو شمېر رٸيسانو او مسؤلینو په شتون کې د ستونزو د حل په موخه اداري جلسه ترسره شوه.

په غونډه کې د افغاني سرې مياشتې د ښارګوټي اړوند ستونزو، د تېرې ناستې د پرېکړو د تعقیب، او یو شمېر نورو اداري مسایلو په تړاو هر اړخيز بحث ترسره  او ګډونوالو ته د ستونزو د هوارۍ اړوند لازمې سپارښتنې وشوې.

ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د اداري چارو د لا ښه والي، خپلمنځۍ همغږۍ او د مسٸولیتونو پر وخت ترسره کولو  ټینګار وکړ او له ټولو  یې وغوښتل څو د غفلت څخه ځان وساتي او خپلې دندې په کامل اخلاص او بشپړه ژمنتيا ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱۱
Background image

کابل کې پر ۶۳ بېوزله کورنیو بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار اړوند د اوومې ناحیې پر ۶۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۰ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

هلمند کې ۳۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ٢٠ جمادى الآخره  ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۳۰۰ اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۲۶.۳ ټنه د خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

تخار کې له ۳۲ راستنو شوو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په بای دینګک کلي کې له ۳۲ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه د ۳۲ خېمو. . .

BACK TO NEWS