د ډنمارک سور صليب، افغاني سرې مياشتې سره د رواني ناروغانو د درملنې برخه کې مرسته کوي

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۹:۲۰
د ډنمارک سور صليب، افغاني سرې مياشتې سره

کابل، پنجشنبه، ۲۲ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په مرکزي دفتر کې د ډنمارک د سره صلیب د رواني روغتیا د برخې مسؤلې آغلې زارا او مل پلاوي سره د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې برخه کې د همکاريو د پراختيا په موخه وکتل.

 کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې له خوا په مرکز کابل او اوو زونونو په کچه د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکزونو کې د وړاندې کېدونکو خدماتو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې د يادو مرکزونو لپاره روغتیایي، خدماتي او د صفایۍ د برخې کارکوونکي ګمارل شوي او ترڅنګ يې د خوراک، څښاک او نورو اړتیاوو برخه کې هم لازم خدمات ناروغانو ته وړاندې کېږي.

ښاغلي دلاور له دوى غوښتنه وکړه څو د يادو مرکزونو د خدماتو د لا پیاوړتیا لپاره له سرې مياشتې سره مالي مرستې تر سره کړي.

راغلي پلاوي د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه، په ځانګړي ډول د رواني ناروغانو لپاره د ترسره کېدونکو فعاليتونو ستاینه وکړه او  ژمنه يې وکړه چې د رواني روغتیا برخه کې د لومړنیو مرستو برابرولو لپاره د روغتیايي کارکوونکو او رضاکارانو د روزنې ترڅنګ به هم نور کاري شریکان لا ډېرو همکاريو ته وهڅوي  او هم به د هر ډول مالي او تخنیکي ملاتړ زمینه  برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د آلمان سولې کلي بنسټ: ۲۱۴ ناروغان په افغانستان او آلمان کې تر درملنې لاندې نيول کېږي

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په مرکزي دفتر کې د المان سولې کلي خیریه بنسټ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۹
Background image

کابل؛ د ۴۸۵۹ ځانګړو واسکټونو د چمتو کولو لپاره داوطلبي ترسره شوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست د ټاکل شوې نمونې او تخنیکي مشخصاتو له مخې، د دې ادارې په نښان د سمبال ۴۸۵۹ ځانګړو واسکټونو د چمتو کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۵۸
Background image

پکتیکا؛ پر ۳۷ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او مټاخان، برمل او سروبي ولسوالیو کې پر ۳۷ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې. . .

BACK TO NEWS