کابل؛ د ۴۸۵۹ ځانګړو واسکټونو د چمتو کولو لپاره داوطلبي ترسره شوه
پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست د ټاکل شوې نمونې او تخنیکي مشخصاتو له مخې، د دې ادارې په نښان د سمبال ۴۸۵۹ ځانګړو واسکټونو د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته د افغاني سرې میاشتې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري جوړه شوې وه، چې ۶ سوداګریزو، چاپي او لوژستیکي شرکتونو پکې ګډون کړی و او د قرارداد د ترلاسه کولو لپاره یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
ټاکل شوې ده، چې د داوطلبۍ د اسنادو او وړاندیزونو له کره کتنې او ارزونې وروسته، د ټاکل شویو شرایطو او تدارکاتي اصولو له مخې د واسکټونو د چمتو کولو قرارداد په شرايطو برابر شرکت ته ورکړل شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د خپلو تدارکاتي اړتیاوو د پوره کولو بهیر د روڼتیا، سالمې سیالۍ او ټاکل شویو اصولو پر بنسټ ترسره کړي.
