د افغاني سرې مياشتې سره د روغتيايي خدماتو د پراختيا او راستنېدونکو کډوالو د لاسنيوي په موخه د ۱.۷ میلیونه یورو نغدي مرستې ژمنه وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۹:۳۱
شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور

کابل، پنجشنبه، ۲۲ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، او مرستيال يې  ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مسٸول ښاغلي سمع الفخوري سره د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او روغتیايي همکاريو د پراختيا په موخه وکتل.

په کتنه کې  سرپرست عمومي رئیس د نړيوال فدراسیون له لوري د دوامداره بشرپالو مرستو او مالي همکاریو مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه څو  د اړمنو ناروغانو او راستنېدونکو کډوالو لپاره د لا زیاتو بېړنيو او پراخو مرستو برابرولو زمينه برابره کړي.

ښاغلي سمع الفخوري ډاډ ورکړ چې ايرلينډ هېواد به نزدې راتلونکي کې د روغتیايي خدمتونو د پراختيا لپاره ۱.۲ میلیونه یورو  او نیوزیلنډ او هالینډ هېوادونه به د کډوالو د ملاتړ په موخه ۵۰۰ زره یورو مرسته ترسره کړي.

نوموړي همدا راز ژمنه وکړه چې د بشري مرستو د لا جذب لپاره به د افغاني سرې میاشتې رئیس ته د جنیوا سفر زمینه برابره کړي او د اروپایي هېوادونو د ملي ټولنو له مسؤلینو سره به د اړمنو  د ملاتړ موضوع هم شریکه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS