کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول
چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه یې ښځې وې، تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهابالدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو او د رغېدلو ناروغانو د کورنیو غړو ګډون کړی و.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د رواني ناروغانو درملنه او بېرته عادي ژوند ته د هغوی ستنېدل د ټولنې لپاره مهم او ارزښتناک ګام وباله. نوموړي وویل، افغاني سره میاشت د بشري او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ هڅه کوي د ټولنې بېلابېلو اړمنو قشرونو ته اغېزمن او دوامدار خدمتونه وړاندې کړي. هغه خوښي څرګنده کړه، چې نن یو شمېر هېوادوال تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستنېږي او هیله یې وښوده، چې د کورنیو او ټولنې په همکارۍ به خپل عادي ژوند ته په بریالیتوب سره دوام ورکړي.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، چې د رواني ناروغانو درملنه یوازې یو روغتیايي خدمت نه، بلکې ستر بشري او ټولنیز مسؤولیت دی. نوموړي ټینګار وکړ، چې افغاني سره میاشت به د رواني ناروغانو د ساتنې، درملنې او بېرته ټولنې ته د هغوی د ستنېدو لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي او د دغو خدمتونو د ښه والي لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.
له بلې خوا د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عرفان وویل، چې د یادو مرکزونو متخصص ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي په مسلکي او دوامداره توګه د ناروغانو د درملنې لپاره کار کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د رواني ناروغیو پر وخت تشخیص او درملنه د ناروغانو د بشپړې رغېدنې په برخه کې مهم رول لري او کورنۍ باید د دغو ناروغانو د ملاتړ او پاملرنې په برخه کې خپل مسؤولیت په ښه توګه ترسره کړي.
د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ الحديث احمد نور حنیف هم په خپلو خبرو کې د ناروغانو د درملنې ترڅنګ د روحي، معنوي او اخلاقي روزنې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې اسلام د ناروغانو پالنه، خدمت او ملاتړ ستر انساني او اسلامي مسؤولیت ګڼي. نوموړي د یادو ناروغانو له کورنیو وغوښتل، چې له رغېدلو ناروغانو سره د مینې، حوصلې او همکارۍ چلند وکړي، څو هغوی وکولای شي په ډاډه زړه خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
د غونډې په پای کې رغېدلو ناروغانو ته د رخصتۍ پر مهال پنځه ـ پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته، جامې، څپلۍ او یو شمېر نور اړین توکي هم ورکړل شول، څو وکولای شي د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.
د یادونې وړ ده، چې افغاني سره میاشت د هېواد په شپږو زونونو؛ کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ او کندز کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري، چې نږدې ۱۵۰۰ رواني ناروغان پکې تر درملنې لاندې دي. همدارنګه، څه باندې ۱۵۰۰ نورو رواني ناروغانو ته په خپلو کورونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
دغه راز د تېر یوه کال په ترڅ کې له یادو مرکزونو څخه ټولټال ۱۰۳۰ ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته رخصت شوي، چې له ډلې یې ۶۱۸ نارینه او ۴۱۲ ښځې وې.
