د افغانی سرې میاشتې د ریس او سرپرست ښاغلي شهاب الدین دلاور ژوند لیک

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس او  د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پطرولیم وزارت د پخواني سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحديث شهاب الدین دلاور ژوند لیک

ښاغلی شیخ الحدیث شهاب الدین "دلاور" د الحاج مولوي سید اکبر "دلاور" زوی، چې په (۱۳۴۱) لمريز کال کې یې د لوګر ولایت په یوه متدینه او دین پروره کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولي دي، لومړنۍ زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي (لوګر) کې له پلار څخه ترلاسه کړي او له هغه وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای د پاکستان هېواد پېښور ښار ته لاړ او هلته یې د اسلامي علومو برخه کې په دارالعلوم حقانیه اکوره خټک مدرسه کې لوړې زده کړې په بریالۍ توګه بشپړې کړې دي.

نوموړي تر فراغت وروسته د اسلام مبارک دین ته د خدمت په موخه د پاکستان په حمایت الاسلام والاجهاد پېښور، الجامع الهادیه، جامع الرشیدیه پېښور، جامعه الاشرفیه پېښور او جامعه اسلامیه نعمانیه سپین جومات پېښور مدرسو کې د استاذ او همدا ډول په جامعه حقانیه آمینیه مدرسه کې د مهتمم په توګه دندې ترسره کړې دي.

ښاغلی شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان اسلامي امارت يوه مشهوره او پېژندلې څېره ده، چې د افغانستان په مهمو سیاسي او اداري برخو کې یې دندې ترسره کړي دي، ښاغلی دلاور د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۹مه د عالي قدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پطرولیم وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

نوموړي د افغانستان اسلامي امارت په مخکینۍ دوره کې په لاندې برخو کې دندې ترسره کړې دي:

  1. د پاکستان هېواد په پېښور ښار کې د افغانستان اسلامي امارت سرقنسل.
  2. د پاکستان په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر.
  3. سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر.
  4. د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر د رهبري شورا غړی.
  5. د کندهار او سوېل لویديځ زون  د تمیز محکمې د رئیس او همدا ډول د سترې محکمې د قضائي مرستیال په توګه مسئول پاتې شوی.
  6. د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر او په قطر کې له امریکا سره د مذاکراتي ټيم د غړي په حیث.
  7. همدا ډول په افغانستان کې له تېرې ادارې سره د مذاکراتي ټيم غړیتوب د نوموړي وروستی مسئولیت وو.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلی شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د هېواد د رسمي ژبو تر څنګ په عربي ژبه هم بشپړ تسلط لري او اوسمهال د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس په توګه دنده ترسره کوي.