ننګرهار؛ ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۶ رببع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې له ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۲۲ قلمه غیر خوراکي توکي، چې یوه خېمه، پنځه کمپلې، دېګ بخار، جګ، ګیلاسونه، د اوبو ترموز، کاسې، پیالې، چای جوش، چاینک، صابون، دوه بیکونه، پلاستیکي فرش، څراغ او دوه د اوبو بوشکې او نور د اړتيا وړ توکي په کې شامل وو؛ ورکړل شول.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ۷۰.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې وه.