د بشري مرستو پر همغږۍ ټینګار؛ افغاني سرې میاشتې، آی سي آر سي او ملي ټولنو نړيوال فدراسیون  ګډه ناسته وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۴۱
د بشري مرستو پر همغږۍ ټینګار؛ افغاني سرې میاشتې، آی سي آر سي او ملي ټولنو نړيوال فدراسیون  ګډه ناسته وکړه

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د ګډو بشري خدمتونو د اغېزمنتیا او لا ښه والي په موخه په افغانستان کې د آی سي آر سي له مشرې آغلې کترینا ریټز، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست ښاغلي جُی سینګال او مرستیالې آغلې هُما نادر سره په ګډو چارو کې د ښې همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
 ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د بشري همکارۍ او همغږۍ برخه کې د آی سي آر سي او نړیوال فدراسیون په دوامداره ملاتړ خوښي وښوده او زیانمنو ته یې پر وخت د خدماتو په رسولو ټينګار وکړ. 
په افغانستان کې د آی سي آر سي مشرې او د نړیوال فدراسیون مشر د ګډو بشري خدمتونو او همغږۍ برخه کې د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ مننه وکړه او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د ستونزو د حل، ظرفیت لوړونې او ګډو فعالیتونو برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۹:۶
Background image

کونړ کې ۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۲ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نور ګل ولسوالۍ د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې له ۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۸:۱۸
Background image

پکتیا کې د ټولنیزو فعالیتونو د پراختیا روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۲ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ١٠ تنو ښوونکو ته د هڅونې او ټولنيزو فعاليتونو د پراختيا تر عنوان لاندې دوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

ننګرهار کې له ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۲ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۳۰۰ زیانمنو شوو کورنیو سره درې میلیونه او یو سل و پنځوس زره (۳،۱۵۰. . .

BACK TO NEWS