کونړ کې ۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۹:۶
کونړ کې ۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۲ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نور ګل ولسوالۍ د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې له ۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د امید حیات خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه، په کې هرې کورنۍ ته یوه کمپله، ۱ د اوبو ترموز، یو د پخلنځي توکو سیټ، یو ټاټکی او یو د اوبو سطل ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند؛ د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ولایتي نمایندګۍ کې د هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونو د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیا؛ له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته، چې د المان سولې کلي له. . .

BACK TO NEWS