ننګرهار کې له ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۲ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۳۰۰ زیانمنو شوو کورنیو سره درې میلیونه او یو سل و پنځوس زره (۳،۱۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.