هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې
سې شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د دې پروژې له مخې به د ۱۰۰ مترو په ژوروالي یوه څاه وکېندل شي، د ۱۵ مترو په لوړوالي به د اوبو ذخیره جوړه او د سیمې کورنیو ته د اوبو رسولو لپاره به د پایپونو شبکه وغځول شي.
دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې ټاکل شوې چارې یې په شاوخوا څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پروژې په بشپړېدو سره به ۲۶۲ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره او په سیمه کې به د اوبو د کمښت له امله شته ستونزې تر یو حده راکمې شي.
افغاني سره میاشت د اوبو رسولو د پروژو له لارې هڅه کوي، چې پاکو اوبو ته د اړمنو سیمو د اوسېدونکو لاسرسی پراخ کړي.
