په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه:
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:
کابل:
* افغاني سرې میاشتې ته د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د ننګرهار ولایت د سېلاب ځپلو د لاسنيوي او مرستې په موخه ۲ ميلیونه افغانۍ نغدي مرسته وسپارل شوه.
* د سوري زړه په رنځ اخته ۲۳ تنه ماشومان ۴ کورنیو روغتونونو ته د درملنې او عملیات په موخه ور وپېژندل شول.
پنجشېر:
* د مرکز په ګډون په مختلفو ولسوالیو کې له ۲۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۴ قلمه غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
* شتل ولسوالۍ کې ۲۰ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
سمنګان:
ښوونیز مرکز کې د انګلیسي برخې له ۱۰ تنو زده کوونکو څخه آزموینه واخیستل شوه.
پروان:
د کوه صافي او سیاه ګرد ولسواليو په مختلفو کلیو کې د سختو ورښتونو له امله له ۲۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې په موخه سروې پای ته ورسېده.
بغلان:
د یوه ګرځنده روغتیایي ټیم او ۲ ثابتو کلینیکونو پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې ۱۶۳۹۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي.
خوست:
د ځاځي میدان ولسوالۍ په ګورګورې کلي کې د رضاکارانو ۲۰ کسیزې کمېټې ته د لومړنیو روغتیایي مرستو دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.