د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس او د سینګاپور د سره صلیب د سکرتر جنرال ترمنځ دوحه کې دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۹:۲۳
د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس او د سینګاپور د سره صلیب د سکرتر جنرال ترمنځ دوحه کې دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه!

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د سینګاپور د سره صلیب د سکرتر جنرال بینجامن جي ویلیم ترمنځ دوحه کې د ګډو همکاریو، بشري مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د سینګاپور له سره صلیب مننه وکړه، چې د سرې میاشتې له لارې یې له افغانانو سره مرستې کړي. نوموړي د افغاني سرې میاشتې پر روغتیایي خدماتو، بېوزلو سره پر مرستو، د رواني ناروغانو د پالنې، ساتنې او درملنې پر مرکزونو او را روانو فعالیتونو له وضاحت وروسته وویل "افغاني سرې میاشتې تېر کال د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې ته ۲ میلیون ډالر ځانګړي کړي وو، خو د ناروغانو د شمېر د ډېرښت له امله اوس ډېر لګښت ته اړتیا ده، خو افغاني سره میاشت د لازم لګښت او امکاناتو د کمښت له امله د ټولو ناروغانو د درملنې وس نه لري؛ اړینه ده دې برخه کې ملي ټولنې د همکارۍ لاس ورکړي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "افغاني سرې میاشتې تېر کال د رضاکارانو په لاس نېږدې ۳۰۰ زره کورنیو ته نغدي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې رسولي". ناسته کې د سینګاپور د سره صلیب سکرتر جنرال بینجامن جي ویلیم د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو د بهیر روغتیایي او نورو خدماتو د ستاینې ترڅنګ افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې له لارې د تېر په څېر د بشري مرستو برخو کې فعالیت ته لیوالتیا وښوده او ژمنه یې وکړه، چې له سرې میاشتې سره د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او رواني نارغیو د درملنې او یو شمېر نورو برخو لپاره خپل هېواد کې د انلاین مرستو راټولولو بهیر پیل کړي". نوموړي وویل "هوډ لرو افغانستان ته یو شمېر کارکوونکي ولېږو او د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او اړتیاو له لیدلو وروسته به له یو شمېر خیریه ټولنو مرسته راجلب او د افغانامو غږ تر مرسته کوونکو ورسوي".

 

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس او د سینګاپور د سره صلیب د سکرتر جنرال ترمنځ دوحه کې دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۰:۵۱
Background image

کاپيسا؛ ٦٤٨٦ هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

دوشنبه، ١٧ صَفَر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٨٨ ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۷:۳۴
Background image

بدخشان؛ د خطر کمولو کمېټو غړو ته اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

دوشنبه، ۱۷ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د خطر کمولو کمېټو غړو ته د اقلیمي بدلون، خطر کمولو او لومړنیو روغتیایي مرستو تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۷:۲۵
Background image

افغاني سرې میاشتې ته د څه باندې ۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو او درملو مرسته وسپارل شوه

دوشنبه، ۱۷ صَفر ۱۴۴۷
په لویدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي همکارۍ د څه باندې ۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د. . .

BACK TO NEWS