زابل!
زابل ولایت شینکۍ ولسوالۍکې ۱۵۰ بېوزلو او غریبو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته!
د رجب په ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې، د شینکۍ ولسوالۍ ۸ بېلابېلو کلیو کې ۱۵۰ بېوزله کورنیو ته د غير خوراکې توکو مرسته وشوه. په مرسته کې هرې کورنۍ ته؛ درې کمپلې، ۱ ترپال، ۲ د اوبو ډبې، ۱ جمپر او ۱۸ دانې صابونونه ورکول شول.