ننګرهار!
د افغاني سرې میاشتې له لورې ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ کې ۵۰۰ بیوزله کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. یاده مرسته د ملک سلمان خيريه بنسټ او اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له لورې چمتو شوې او هری کورنۍ ته په کې ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما شامل وو.