کونړ!
نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د رجب په ۳مه، د افغاني سرې میاشتې روغتیاپالان د ناړۍ ولسوالۍ په لري پرتو غرنیو سیمو، کلیو او بانډو کې بیوزله هیوادوالو ته روغتیایې خدمات وړاندې کوي. چې په تیرو ۱۰ ورځو کې يي ۵۶۷ تنه نارینه اوښځینه ناروغان تداوي کړي، ۶۸۰ تنو ته يې د روغتیا په برخه کې روغتیایې زده کړې ورکړي، ۱۲ تنه ټپیان يې پانسمان کړي، او ۱۱ تنه ناروغان یې د امکاناتو د نه شتون له امله نورو کلینیکونو ته پیژندلي.