پکتیکا
د سخت يخ ژمي په درشل کې؛ نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الاولی په ۲۷مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیکا ولایت ډیله ولسوالۍ کې، ۴۰۰ اړمنو او بیوزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۱ لیتره غوړی، ۳ کیلو بوره، ۱ کیلو تور چای، ۳،۵ کیلو پخه لوبیا، ۳کیلو مکرونی، ۱،۵ کیلو مالګه، ۱ کیلو زیتون، ۱ کیلو سوهن حلوا، یو کیلو خرما، دوه کیلو شین چای، ۲ کیلو دال، یوه جوړه نارینه بوټ او ۵۰ کورنیو ته د اوبو یو دانه کولر، شامل وو.