افغاني سرې میاشتې کابل ولایت کې د تېرو مرستو پر دوام نن هم ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره بشري مرسته ترسره کړه!
افغاني سرې میاشتې د خپلو بشرپالو مرستو په لړ کې نن چهارشنبه د صفرالمظفر پر ۲۴مه د کابل ولایت ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.یاده مرسته چې د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، یوه کیلو شین چای، ۲ پاکټه مالګه، ۵ کیلو بوره او یو پاکټ BP-5 بیسکیټ شامل وو. د یادولو وړ ده، چې پرون او وړمه ورځ هم د افغاني سرې میاشتې له لورې کابل ولایت کې ۴۵۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وېشل شوې او پاتې نورو مستحقو کورنیو ته به په نیژدي راتلونکې کې مرسته ووېشل شي.