کندهار
په سپین بولدک کې ۲۷۹ سیلاب ځپلو کورنیو ته له ۲،۷۹۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرستې وروسته افغاني سرې میاشتې ددې ولایت په میانشین ولسوالۍ کې هم سیلاب ځپلو کورنیو ته ۱،۴۰۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه. ټاکل شوې په یاده ولسوالۍ کې به ۵۰ نورو سیلاب ځپلو کورنیو ته نن ۵۰۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شي.
یاده نغدي مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي.