دوحه کې د همکارۍ درې ورځنۍ ناسته د افغاني سرې میاشتې په کوربه توب پیل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۵:۱۹
دوحه کې د همکارۍ درې ورځنۍ ناسته د افغاني سرې میاشتې په کوربه توب پیل شوه!

د شوال پر ۲۹مه ساعت وړاندې دوحه کې د افغاني سرې میاشتې په کوربه توب د ۲۰۲۲ز کال د همکارۍ درې ورځنۍ ناسته پیل شوه،چې د افغاني سرې میاشتې د کاري شریکانو په ګډون د ګڼو هېوادونو ملي ټولنو په کې ګډون کړی.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د پیل په خبرو کې د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو، پلانونو او اړونده موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې؛ ورپسې د اسیا پیسیفیک هېوادونو مسؤل الکسانډر او د افغانستان لپاره د ICRC مسؤل ایلوا د افغاني سرې میاشتې د همکارانو په توګه خبرې وکړې.

د ناستې په وروستۍ برخه کې ډونرانو د سرې میاشتې له رهبرۍ او کاري شریکانو پوښتنې او په ځینو مسایلو کې زیات وضاحتونه وغوښتل، چې د سرې میاشتې د رهبرۍ او کاري شریکانو له لوري ورته مناسب، معقول او قناعت ورکوونکي ځوابونه ورکړل شول. ناسته لا هم روانه ده او تر درې ورځو به دوام وکړي.

 

دوحه کې د همکارۍ درې ورځنۍ ناسته د افغاني سرې میاشتې په کوربه توب پیل شوه!

 

دوحه کې د همکارۍ درې ورځنۍ ناسته د افغاني سرې میاشتې په کوربه توب پیل شوه!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۸:۴۸
Background image

لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې.
په مرسته کې ۱۴۸ کورنیو ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۴۳
Background image

هلمند کې د ورښتونو له امله له زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په بولان سیمه کې د ورښتونو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه ۳ قلمه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۸
Background image

کابل؛ له ۱۰۵ اړمنو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د مقام د سلاکارانو او بېلابېلو ریاستونو د مسؤولینو په شتون کې له ۱۰۵ مستحقو او اړمنو کورنیو سره د ژمنیو ستونزو د حل. . .

BACK TO NEWS