کابل ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
د پنجشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت د بیلابیلو ناحیو ۵۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د ترکیې هېواد د خوراکي توکو ۹ قلمه مرسته دکابل ولایت د سرې میاشتې په انګړ کې ووېشل شوه.
په وېشل شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۲ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۱۰کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، ۵۰۰ ګرامه چای، ۲ کیلو مکروني، ۸۰۰ ګرامه رب، ۵۰۰ ګرامه بسکټ او ۲،۵ کیلو ګرامه غوښه شامل وو.