افغاني سرې میاشتې کونړ ولایت کې ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه!
نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال پر ۱۸مه، افغاني سرې میاشتې ټولنې د کونړ ولایت د مرکز اړوند سیمو ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د ترکیې هېواد د خوراکي توکو مرسته ووېشله.
په وېشل شوې مرسته کې د هرې اړمنې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۳ کیلو بوره، ۲ کیلو دال، ۲ کیلو نخود، ۲ کیلو لوبیا، ۴ کیلو وریژې،۲ کیلو نسک او ۲ لیتره غوړي شامل وو.