خوست کې د افغاني سرې مياشتې له لوري ورښت ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه!
د خوست ولايت په مرکز او دومنده ولسوالۍ کې له ورښت ځپلو څلورو کورنيو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته خیمه، ترپالونه، د پخلنځي ۱۳ قلمه لوښي، کمپلې او د اوبو د زخیرې توکي وویشل شول.
