کابل؛ د ساتنې او خوندیتوب ۴۵ کارکوونکو ته د امنیتي خطرونو د مدیریت روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۳۴
K

سې‌ شنبه، ۲۹ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر، سیمه‌ ییزو زونونو او ولایتي نمایندګیو ۴۵ تنو د ساتنې او خوندیتوب کارکوونکو ته د امنیتي خطرونو د پېژندنې، ارزونې او مدیریت په اړه روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

د ورکشاپ د پای په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن ګډون کړی و.

شیخ‌ الحدیث دلاور د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول مهم وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له ترلاسه شویو زده‌ کړو څخه په خپلو ورځنیو دندو کې عملي ګټه واخلي.

نوموړي ټینګار وکړ چې کارکوونکي باید خپلو دندو او مسؤولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي، خپلې چارې په اغېزمن ډول ترسره او د کاري بهیر د لا ښه والي لپاره له خپلو همکارانو سره همغږي او همکاري ولري. هغه زیاته کړه چې د هر کارکوونکي مسؤولیت د ادارې په کاري بهیر کې مهم رول لري او په چارو کې سستي او بې‌ غوري د کاري بهیر د ګډوډۍ لامل کېدای شي.

په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د امنیتي خطرونو د پېژندنې، ارزونې او مدیریت، د احتمالي ګواښونو د مخنیوي، د خطرونو د کمولو او د مناسبو امنیتي تدابیرو د ټاکلو او عملي کولو په اړه نظري او عملي زده‌ کړې ورکړل شوې.

همداراز، ګډونوالو ته د کاري ساحو د امنیت ارزونې، د امنیتي خطرونو د راپور جوړولو، د امنیتي کامرو له لارې د ګواښونو د څارنې او کنټرول، د مخابرې خونې د مدیریت او د اړوندو وسایلو د کارونې په اړه هم روزنه ورکړل شوه.

د دې روزنیز ورکشاپ موخه د افغاني سرې میاشتې د ساتنې او خوندیتوب کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي پیاوړتیا او د خوندي کاري چاپېریال لپاره د اړینو مهارتونو پراختیا وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۲:۲۳
Background image

پنجشېر؛ د غر ښویېدنې له امله له ۲ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۳ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي کې د غر ښویېدنې له امله له دوو زیانمنو کورنیو سره ۳۲ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۶
Background image

بادغیس کې ۷۵ تنه د ولايتي مجامعو د نويو غړو په توګه وټاکل شول

شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بادغیس ولایت کې د ولایتي مجامعو د نويو غړو د ټاکلو ۱۸ ورځنی بهیر بشپړ شو.

د دغه بهیر په ترڅ کې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل؛ د مالي او عوایدو مدیرانو ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۳ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د بلخ، هرات، کندهار او کندز سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو ۳۰ تنو مالي او. . .

BACK TO NEWS