پکتيکا ولايت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري ۷۰۰ اړمنو کورنيو ته د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه!
نن یکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب مياشتې په ۲۹ مه نيټه د پکتیکا ولایت يحی خيلو ولسوالی د بېلابېلو کليو ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنيو ته د چين هېواد د سره صليب له لوري مرسته شوي اوړه د سرې مياشتې سويل لويديځ مرکزي زون ریيس ښاعلي مولوي الياس خيل (ناصري) ، پکتيکا د سرې مياشتې د نمایندګۍ ریيس مولوي عارف الله (حامد)، کارکونکو او رضاکارانو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه ووېشل شول.
د یادونې وړده چې پاتې ۴۰۰ سروې شویو کورنیو ته به سبا (دوشنبه) یاده مرسته ووېشل شي.