اخبار
ارزګان او لوګر!
وګړو ته د افغاني سرې میاشتې په اړه عامه پوهاوی ورکول د افغاني سرې میاشتې عمده فعالیت دی، په همدې موخه د ارزګان ولایت په ښوونیز مرکز کې ۲۰ تنو نظامي مسؤلینو ته او د لوګر ولایت په څرخ. . .
افغاني سرې مياشتې ۲۲ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو په موخه پلازمېنه کابل کې دوه داخلي روغتونونو ته ور وپېژندل!
نن د صفر د میاشتې په ۱۳ مه، افغاني سرې مياشتې ۲۲ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو په موخه پلازمېنه کابل کې دوه داخلي روغتونونو ته ور وپېژندل افغاني سرې مياشتې په. . .
بغلان!
افغاني سرې مياشتې د بغلان ولايت په مرکز او په نښه شويو ولسواليو کې پر ٥٠٠ تثبيت شويو بې سرپرسته کونډو څلور ميليونه، دوه سوه پنځوس زره (۴۲۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وويشله، چې هرې بې. . .
خوست، پروان!
د صفر د مياشتې په ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري خوست ولایت مرکز کې ۱۰۰۰ کورنيو او پروان ولایت مرکز په شمول کوه صافي او سالنګ ولسوالیو کې ۲۰۰۰ اړمنو، بې وزلو، کونډو او بې سرپرسته. . .
پکتیکا او جوزجان!
روغتیا ته پاملرنه د افغاني سرې میاشتې له سترو موخو ګڼل کیږي، په همدې تړاو د صفر المظفر په ۱۳مه، افغاني سرې مياشتې پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې ۲۷۸ بیوزله کورنیو سره ۵۰۰۰ چکۍ لاس مینځلو. . .
تخار!
افغاني سرې میاشتې له لوري تخار ولایت ښوونیز مرکز کې له ۲۰ تنه زده کوونکي د یوې میاشتني کمپیوټر زده کړو وروسته ازموينه واخيسته او فارغ شول.
پنجشیر!
د افغاني سرې میاشتې له لوري د صفر المظفر په ۱۳مه، پنجشیر ولایت شتل ولسوالۍ کې د سوالګرو د تثبیت په موخه سروې پاې ته ورسیده. یاده سروې په نورو ولسوالیو کې هم دوام لري.
ځوان کهول ته د زده کړو زمینه برابرول!
افغاني سرې میاشتې د کابل ولایت په ښوونیز مرکز کې له ۳۱ تنه زده کوونکو د انګلیسي او ریاضي مضمونونو ازموینه واخیسته.
کابل!
افغاني سرې مياشتې د صفر د میاشتې په ۱۱ مه یو ځل بیا ۴۲ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو په موخه پلازمېنه کابل کې څلورو داخلي روغتونونو ته ور وپېژندل.د يادونې وړ ده. . .