لوګر؛ څه باندې ۹ زره ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي
دوشنبه، ٢٨ شعبان ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٤٨٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٤٧١٧ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
