پکتيا کې د بې سرپرستو کورنيو لپاره د افغاني سرې مياشتې مرستون پرانيستل شو

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۴:۳۵
pkt

پنجشنبه، ۲۴ شعبان ۱۴۴۷
پکتيا ولايت کې د سويل ختيځ زون په کچه د افغاني سرې مياشتې له لوري د بې سرپرستو او اړمنو کورنيو د پالنې او ساتنې په موخه نوی جوړ شوی مرستون رسماً پرانيستل شو.
ياد مرستون د افغاني سرې مياشتې د عمومي رئيس شيخ الحديث شهاب‌الدين دلاور او د پکتيا ولايت د مرستيال والي شيخ الحديث انعام‌ الله صلاح‌ الدين په حضور کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د پرانيستې په مراسمو کې د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس وويل: ددې مرستون پرانيستل د سويل ختيځ زون د بې سرپرستو او بېوزلو کورنيو د ملاتړ په لړ کې يو مهم او بنسټيز ګام دی. 
نوموړي زياته کړه، چې د بې سرپرستو کورنيو پالنه يوازې يو اداري مکلفيت نه، بلکې يو انساني او اسلامي مسئوليت دی، چې د الله تعالی له لوري د لوی اجر سبب هم ګرځي. هغه وويل، دا د شکر ځای دی چې نن ورځ يوه بله زمينه برابره شوه، څو يو شمېر اړمنې کورنۍ په مناسب، خوندي، با عزته او هوسا چاپېريال کې ژوند وکړي او د هغوی اساسي اړتياوو ته رسېدنه وشي.
ورپسې د پکتيا مرستيال والي هم خبرې وکړې، د افغاني سرې مياشتې فعاليتونه يې وستايل او د مرستون پرانيستل يې د بې سرپرستو کورنيو د پالنې او ملاتړ لپاره مهم او ارزښتناک ياد کړ.
د يادونې وړ ده، چې افغاني سره مياشت اوسمهال د پکتيا په شمول کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، پروان او کندز ولايتونو کې فعال مرستونونه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۲:۱۸
Background image

لوګر، غزني؛ پر ۱۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو ۱ میلیون او ۳۸۶ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۳ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې پر ۱۲۰ او د غزنې ولایت د مرکز په قلعه امیر محمد خان او روضې سیمو کې پر ۱۲ سېلاب ځپلو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۲:۰
Background image

بغلان؛ ۵۰۰ زیانمن بزګران د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمن شول

یکشنبه، ۱۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د جګړو او وچکالۍ له امله ۵۰۰ زیانمن بزګران د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

لغمان، پنجشېر؛ له ۸۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۸۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۱۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې له ۷۰ او د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ په کرمان کلي کې له ۱۱ سېلاب ځپلو. . .

BACK TO NEWS